لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اخترمینګل:د ریټائر جنرالانو اؤ ججانو هېواد نه بهر شتمنۍ دې هم وښودل شي


Akhtar mingal

دبلوچستان نیشنل عوامي ګوند دخپلې ډلې مشر سردار اختر مینګل د ریټائر ججانو،پوځي جنرالانو اؤ بیورو کریټانو هیواد نه بهر د لرونکو شتمنیو اولس ته د ښودلو غوښتنه کړې ده اؤ ویلي یې دي ددغو خلکو د شهریت یا وګړتوب په هکله دې هم معلومات خپاره کړل شي چې له ریټائرډ کیدو وروسته دوئ دکوم هیواد شهریت څخه استفاده کوي.

قامي اسمبلۍ ته پخپله وینا کې ښاغلي اختر مینګل ویلي سیاستدانانو کې د یووالي د نشت له امله په پاکستان کې جمهوریت کنټړول شوی اؤ مدام دجمهوریت دپاره د غیر جمهوري قوتونو ملاتړ ته اړتیا پېښېږي.

د سردار اختر مینګل ګوند په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره په حکومت کې شریک دی اؤ په بلوچستان صوبه کې هم دغه ګوند تحریک انصاف سره ګډ حکومت لري.

هغه وویل چرته به تاسو د کوم ریټائرډ جنرال له خولې دخپلو ملګرو په ضد خبرې نه وي اوریدلي اؤ نه به مو داسې کوم بیورو کریټ لیدلی وي چې دخپلو ملګرو په ضد یې ثبوتونه وړاندې کړي وي خو دا مونږ سیاستمداران یو چې مدام یو بل له پښو راکاږو

هغه وویل که چرې د ولس لخوا ټاکل شوؤ استازو ته د خارجه پالیسۍ جوړؤلو واک ورنکړل شو اؤ جمهوریت د دوئ تابع نکړل شو نو بیا به هر پینځه کاله وروسته خلک د درغلۍ ډکې ټولټاکنې ویني.

پاکستان کې مخالف سیاسي ګوندونه تور لګوي چې په ۲۵م جولایي هیواد کې شوؤ ټولټاکنو کې درغلي شوې ده خو اختر مینګل پخپله وینا کې دا خبره نه ده واضحه کړې چې اوسنیو ټولټاکنو کې هم درغلي شوې ده که نا؟

هغه د بلوچستان د ګوادر په پرمختیایي پروژو هم سختې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل چاته هیڅ معلومه نه ده چې دا پروژې د پور په پیسو سرته رسول کیږي که نه د سرمایه ګزارۍ ؟

هغه پوښتنه راولاړه کړه چې دپاکستان اؤ چین ترمینځ جوړیدونکې اقتصادي لاره کې د ولس څومره برخه ده اؤ دګوادر دپروژو په هکله معلومات ولې له خلکو پټ ساتل کیږي.

دسردار اختر مینګل په وینا مونږ خپلې سترګې پټې کړي اؤ هرڅه مو چین ته سپارلي دي،تیرو وختونو کې هم چینیان له دې ځایه د سرو اؤ سپینو زرو اؤ تانبې په ویستلو بوخت وؤ اؤ دڅارنې یې مونږ سره هیڅ نظام نه ؤ

هغه وویل اوس بیا ګوادر ته په لویه شمیره بهرنیان راغلي اؤ دهغوئ په فعالیتونو هم هیڅ نظر نه ساتل کیږي

XS
SM
MD
LG