لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غزني:د ولسمشر اشرف غني غونډې ته څېرمه راکټي برید وشو


دافغانستان غزني ولایت کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د روانې غونډې ترڅنګ راکټي بریدونه شوي خو چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې چاته څه ځاني زیان نه دی رسیدلی.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په سحر غزني ته په سفر تللی اؤ دغلته یې دولایت په مقام کې د لوړ پوړو امنیتي اؤ حکومتي چاروااکو سره د غزني په وضعیت غونډه کوله.

دافغانستان خبري اژانس پژواک دسرچینو له خولې ویلي دغونډې په مهال غرمه شاوخوا یوولس بجې دغزني د ولایت مقام ته څيرمه یو راکټ لګیدلی په داسې حال کې لګیدلی چې ولسمشر غني اؤ نور مشران په غونډه بوخت وؤ.

پژواک وایي بل راکټ د کابل-کندهار په لویه لاره دغزني په مربوطاتو کې لګیدلی دی خو په دغو دواړو بریدونو کې څه قسمه ځاني زیان نه دی اوښتی.

داګست دمیاشتې په ۱۰مه نېټه طالبانو په غزني ولایت له څو اړخونو ډله ییز برید کړي وؤ چې پکې دامنیتي ځواکونو، ملکي وګړو اؤ طالبانو په ګډون له ۳۰۰ پورته کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید نه وروسته ولسمشر اشرف غني غزني ته پخپل سفر کې تور لګولی ؤ چې دبرید دپاره وسله وال دپاکستان دخاورې نه ور اوښتي وؤ اؤ دپاکستان دپوځ سرلښکر نه یې پوښتنه کړې وه چې د غزني برید کې دژوبل شوؤ ترهګرو درملنه دپاکستان په روغتونونو کې ولې روانه ده؟

د پنجشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د غزني ولایت سفر کړی چې د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوري په وینا موخه یې د غزني ولايت امنيتي حالت ارزؤل او د تېر سفر پرمهال د شويو ژمنو د عملي کولو په اړه خلکو ته معلومات ورکول دي.

د تیرې یوې میاشتې په مهال غزني ته د ولسمشر اشرف غني دا دوهم سفر دی چې هغه پکې د لوړ پوړو امنیتي اؤ حکومتي ځواکونو سره د غزني په خوندي کولو اؤ ددغه ولایت د ستونزو په هوارؤلو خبرې کوي.

غزني د افغانستان دهاغو ولایتونو دجملې څخه یو دی چې طالبان پکې زیات پیاوړي دي اؤ داسې دعوې هم کیږي چې ددغه ولایت په ځینو برخو عملاً طالبانو خپله واکمني ټینګه کړې ده خو افغان دولت وایي چې په غزني کې یې طالبان مات کړي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG