لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايراني چارواکو ويلي د پاکستان سره په پوله يې څلور ترهګر وژلي


د ايران پاسداران انقلاب ځواک يا انقلابي ګارډ ويلي د پاکستان سره په پوله ايران ته اوړېدونکي څلور ترهګر يې په هغه ځای کې وژلي چرته د سني وسله والو تندلارې ډلې په ايراني پوځ او ملکي وګړو بريدونه کوي.

ايراني ځواک ويلي، د جمعې په ورځ يې څلور ترهګر وژلي او دوه نور ژوبل کړي دي، او د ترهګرو نور ملګري ګاونډي هېواد پاکستان ته تښتېدلې دي.

د رويټرز ترمخه ايراني چارواکو تور لګولی او د نوم اخیستو پرته يې ويلي د بريد کوونکو تړاؤ د نړۍ د مغروره قوت سره دی.

ايران دغه ډول توري د امريکا، اسرايل او سعودی عرب دپاره کاروي کوم چې دغه هېوادونه ردوي.

تازه پېښه په داسې کال کې رامنځته شوې چې په ايران کې يوه اوونۍ وړاندې په پوځي پرېډ بريد کې ۲۵ تنه وژل شوي وو.

د رپوټونو ترمخه د دغه بريد زمه واري داعش منلې وه.

ايراني چارواکو ويلي انقلابي ګارډ د پاکستان سره په پوله د جېش العدل نومې ډلې ترهګر وژلي دي.

تېر کال د سېستان بلوچستان صوبې سره په پوله په ايراني ځواک بريدکې ۱۰ ایراني سرتيري وژل شوي او زمه واري يې جېش العدل نومې ډلې منلې وه.

ايران تور لګوي تندلاري په پاکستان کې پټې ځالې لري.

تېر کال د ايران د پوځ مشر پاکستان ته ګواښ کړی ؤ چې پوله دې سمبال کړي کنه دوی به په پاکستان کې دننه په ترهګرو پسې لاړ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG