لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې شورا:دپاکستان نوی حکومت دې دسولې په تړاو خپلې ژمې پوره کړي


دافغانستان دسولې عالي شورا ویلي،دافغانستان په سوله او امن کې دپاکستان دنوي حکومت او دهغه هیواد دعلماؤ رول مهم دی.

د دې شورا ویاند احسان طاهري له امریکا غږ ډيوه سره نن دشنبې په ورځ په خبرو کې ویلي دسولې په پروسه کې دهمکارۍ هغه ژمنې چې له افغان حکومت،د سولې عالي شورا او نړیوالې ټولنې سره په دې وروستیو میاشتو کې دپاکستان حکومت کړي دي دهغې د عملي کولو لپاره دې اسلام اباد عملي ګامونه واخلي.

نوموړي وویل"دافغانستان دسولې پروسه چې دنړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمنه ده مونږ له دې پروسې څخه دپاکستان ملاتړ ته هم جدي اړتیا لرو،مونږ هیله مند یو چې دپاکستان نوي حکومت هغه ژمنې چې دسولې پروسې سره یې دهمکارۍ په تړاو په دې وروستیو میاشتو کې کړې دي دهغې لپاره عملي ګامونه وچت شي"

دسولې عالي شورا ویلي پرون د جمعې په ورځ دافغانستان دعلماؤ شورا ۷کسیزوپلاوی په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي،دې پلاوي دپاکستان له حکومتي چارواکو او همداراز دهغه هیواد له علماؤ سره لیدنې پیل کړي دي ترڅو د افغانستان اوپاکستان د دیني علماؤ ترمنځ په اسلام اباد کې د ګډې غونډې دجوړیدو په څرنګوالي خبرې وکړي او د هغې لپاره ایجنډا او نیټه وټا کل شي.

احسان طاهري زیاته کړه "دسولې عالي شورا په مرسته،د مولوي عطاالله لودین په مشرۍ د افغانستان دعلماؤ دسرتاسري شورا یو تخنیکي پلاوی دا مهال د پاکستان له علماؤ او چارواکو سره په لیدنو بوخت دی اوکله چې په اسلام اباد کې د د دواړو هیوادونو ترمنځ دګډې غونډې په جوړیدو هوکړې ته ورسیدل دعلماؤ په کنفرانس کې به دافغانستان سوله د اسلام له نظره تر بحث لاندې نیول کیږي او له دې غونډې له جوړیدو وروسته د علماؤدویمه ناسته بیا په کابل کې ترسره کیږي"

دسولې عالي شورا دافغانستان په سوله کې دپاکستاني علماؤ رول اغیزمن ګڼلی او ویلي یې دي که دپاکستان دیني عالمان له افغان علماؤ سره په ګډه دافغانستان جګړه او دسولې پروسه د دین له نظره وڅیړې نو پایلې به یې ګټورې وي.

دافغان سولې په تړاو په اسلام اباد کې دافغانستان او پاکستان د دیني عالمانو دګډې غونډې د جوړیدو په هدف دافغانستان دسرتاسري علماوو پلاوی په داسې حال کې دامهال له پاکستاني چارواکو اودیني علماوو سره په خبرو بوخت دی چې دافغانستان اوجنوبي اسیا لپاره دامریکا ځانګړې استازې ایلس ویلز تمه ښودلې چې پاکستان به دافغانستان په سولې کې اغیزمن رول ولوبوي.

ایلس ویلز د افغانستان په مشرۍ دسولې په خبرو ټینګار کړی او ویلي چې له طالبانو سره دسولې د خبرو مشرۍ باید دافغان حکومت په واک کې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG