لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي فلمونو په مشهور ستوري نانا پاټېکرباندې د جنسي زېاتي تو رونه لګېدلي


د امريکا د هالي ووډ فلم انډسټرۍ وروسته د هندوستان په بالي ووډ کې هم ښځینه فلمي ستورو د جنسي زؤرونو په ضد غږ پورته کړی دی.

د بالي ووډ اداکارې تانوشري دته په کال ۲۰۰۸م کې ويلي ؤ چې يو ملګري اداکار ورسره د شوټنګ په وخت په جنسي توګه زورؤلې وه خو هغه وخت يي د چا نوم نه ؤ په ګوته کړی.

داسې برېښي چې د امريکا هالي ووډ کې د ښځينه هنرمندانو لخوا د جنسي رورؤنې په ضد پورته شوي د "ME Too" تحريک د هندوستان د بالي ووډ هنرمندانې هم ډاډه کړې ځکه تېره ورځ تانوشري دته ووېل،

" زه غواړم چې اوس نومونه واخلم، اداکار نانا پاټېکر، پروډيوسر سمي صديقي، ډاېرېکټر راکېش سارن او د ډانس استاد ګنېش اچاريه"

نوموړې دته تور لګولی چې د هندوستان د اېکشن فلمونو وتلي ستوري نانا پاټېکر ورته ويلي وو چې د ګډا په وخت به ده ته ډېره ورجوښتېږي، ولې د هغې په سکرپټ او ورسره شوي تړون کې دغسې هېڅ نه وو.

تانوشري دته ويلي ټوله هندي فلمي نړۍ په دې خبر ده چې نانا پاټېکر د خپلو ملګرو اداکارانو ښځو سره بې ادبي کوي، ښځې وهي او کنځل ورته کوي خو څوک يي په ضد غږ نه پورته کوي.

مېرمن دته په فخر سره ويلي دا به د بالي ووډ دفلمي نړۍ لومړۍ اداکاره وي چې د وتلو اداکارانو او ډاېرکټرانو په ضد يي د جنسي زورؤنې خبره په ډاګه کړه.

تانوشري دته دغه تورونه په کال ۲۰۰۸م کې جوړيدونکي فلم "هارن اوکی پليز" په مهال لګولي وو.

نانا پاټېکر په دغه فلم کې مرکزي کردار لوبولی او په کال ۲۰۰۹م کې په سنېماګانو ښودل شوی ؤ.

خو د بالي ووډ اداکار نانا پاټېکر د تنوشري دته دا تورونه په مرموز ډول رد کړي اؤ ویلي یې دي “په هغه مهال خو مونږ د ۲۰۰ کسانو مخې ته ولاړ وؤ”

دهندوستان ټائمز په نوم دیوې ویب پاڼې له مخې نانا پاټېکر نه چې کله د لګول شوي تور په هکله پوښتنه وشوه نو هغه خبریال ته خپله پوښتنه ورغبرګه کړه چې ستا په خیال جنسي زورؤنه څه ته وایي ؟

هغه وویل څوک چې هرڅه وایي هغه یې پرواه نه لري،میډیا سره په دې اړوند خبرې کول نه غواړي البته ګوري به چې وړاندې څه کولی شي؟

د امريکا په فلمي انډسټرۍ هالي ووډ کې د مشهورو کسانو بل کازبي او هاروي واېنسټاېن په ضد يو شمېر ښځينه هنرمندانو د جنسي تورونو په ډاګه کولو تحريک ME TOO چلولی ؤ چې په نتيجه کې يي بل کازبي جېل ته لېږل شوی او د هاروي راتلونکی هم په تورو تیارو کې ډوب ښکاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG