لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ضمانت باوجود د پښتون تحفظ موومنټ غړی حیات پرېغل له زندانه خوشي نه شو


واشنګټن ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د شاوخوا درې میاشتې وړاندې نیول شوي او په اډیاله زندان کې بندي ټولنیز فعال حیات پرېغل وکیل عبدالرحیم وزیر وايي، د ټولو قانوني لارو پوره کولو باوجود د ده مؤکل له جېل نه خوشي کړل شوی نه دی.

له وایس آف امریکا ډیوه سره د خبرو په وخت نوموړي وویل، هایکورټ د حیات پرېغل د خوشي کولو حکم کړی خو په دې باوجود ټرایل کورټ یا ښکته عدالت د پرېغل په خوشې کولو کې له ځنډه کار اخلي. ښاغلي وزیر د ښکته عدالت دغه عمل غیر قانوني بللی.

عبدالرحیم وزیر وویل نن سهار چې کله دوی عدالت ته وړاندې شو، نو قاضي د دوی نه د حیات پرېغل د پاسپورټ جمع کولو غوښتنه وکړه. وایي عدالت ته يې وویل چې د حیات پرېغل پاسپورټ د استخباراتو له وفاقي ادارې ایف آی اې سره دی، خو هغه زیاته کړه عدالت د دوی دغه دریځ ونه مانه چې له هغه وروسته د ایف آی اې یو پېروي افسر د حیات پریغل د کورنۍ د غړو په موجودګۍ کې عدالت ته د هغه پاسپورټ وړاندې کړ.

ښاغلی عبدالرحیم وايي د عدالت قاضي وروسته دا جواز وړاندې کړ، چې د سایبر کرایمز اړوند تاڼې ایس ایچ او نه دا لیکل راوړل پکار وو چې د حیات پرېغل پاسپورټ په عدالت کې جمع کوي.

له نوموړي نه چې کله پوښتنه وشوه چې آیا د عدالت قاضي خو د حیات پرېغل په راخوشي کولو کې د کوم دباو سره مخ نه دی، نو هغه د دې پوښتنې نېغ په نېغه ځواب ور نه کړ، خو نوموړي وویل د عدالت له خوا د ځنډ د حربو استعمالول غیرقاني کار دی او زیاته يې کړه چې د دې څومره غندنه وشي هغه به کمه وي.

پر ټولنیزو رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی حیات پرېغل د جولای په ۶مه د پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ښار په ظفراباد کالونۍ کې له خپل کوره وړل شوی وو چې څو ورځې وروسته د پاکستاني مرکزي ادارې ایف ای اې د هغه په ضد د سایبر جرم په اساس مقدمه درج کړه.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر حیات پرېغل لګېدلي تورونه بېځایه ګڼلي او د نیول کېدو په ضد یې په وار- وار احتجاجي مظاهرې کړې دي، خو سره له دې چې د سپتمبر پر ۲۶مه نېټه اسلام اباد هایکورټ د هغه ضمانت منظور کړی، مګر تر یوې اوونۍ وروسته هم هغه نه دی را خوشي شوی.

د حیات پرېغل نوم د هغو کسانو په لیسټ (اې سي ایل) کې اچول شوی، چې له پاکستانه دباندې سفر نه شي کولای. د هغه وکیل وایي، اسلام اباد هایکورټ د حیات پرېغل د ضمانت په حکم کې دا هم لیکلي، چې که هغه بیا پر ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر داسې فعالیت وکړي، چې سایبر جرم وګڼل شي نو ضمانت به یې بیرته کېنسل شي او و به نیول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG