لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي حکومت یې دیني مدرسو کې اصلاحات کول غواړي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دهغه حکومت غواړي چې دیني مدرسو کې اصلاحات وکړي اؤ دغه مدرسې هم دملي ځاندرې لاندې راولي

دا وخت په پاکستان کې د اتحاد تنظيم مدارس د انتظام لاندې ٣٥٣٣٧ ر جسټرډ، ثبت مدرسې دي. د غیر رجسټرډ شوو شمېر نه دی معلوم،خو دپوځ مشر جنرال قمر باجوه تیر کال ویلي وؤ چې دچا له خولې خبر شوی چې په دیني مدرسو کې د۲۵ؤ لکو نه زیات زده کوونکي سبقونه وایي اؤ هغه ددې زده کوونکو په راتلونکي اندېښنې هم ښودلې وې.

دپاکستان دبیلابیلو مسلکونو سره دتړاؤ لرونکو پینځوؤ سترو مدرسو د شوراګانو مشرانو سره د دیني مدرسو دننه په اصلاحاتو د غونډې په مهال وزیراعظم ویلي حکومت یې غواړي چې د نورو تعلیمي ادارو ترڅنګ په ټولو دیني مدرسو کې هم یو رقم نصاب رامنځته کړي.

هغه وویل ټولې دیني مدرسې ترهګرۍ پسې تړل نا انصافي ده ځکه چې ددې مدرسو ډير زیات خدمات دي.

په پاکستان کې د ډیر وخت راهسې په دیني مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کیږي او بنیادي مقصد يې دا ویل کیږي چې مدرسې دې په نصاب کې هم عصري سبقونه شامل کړي.

د پاکستان د حکومت دريځ دی د اصلاحاتو دلارې حکومت په مدرسو خپل نظر هم زیاتول غواړي خو مدرسې تر اوسه بدلون منلو ته تیارې نه ښکاري.

وزیراعظم عمران خان ویلي بیلابیلو تعلیمي نظامونو قام ویشلی اؤ باید نور نور په تعلیمي ادارو اؤ مدرسو کې یو رقم زده کړې ورکړل شي.

دپاکستان نوی وزیراعظم وخت په وخت دیني مدرسو سره خواخوږي ښایي اؤ په تیره موده کې یې خیبر پښتونخوا صوبه کې د خپل حکومت له لوري د طالبانو دتحریک دمشرانو دسبقونو دپاره مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیه ته ۵۷ کروړه روپۍ هم ورکړې وې .

دعمران خان له لوري حقانیه مدرسې ته د دومره لویو پېسو ورکړه ځېنو نقادانو طالبانو ته د رشوت ورکولو په نوم یاد کړي وؤ اؤ په عمران خان یې سخت ټکونه کړي وؤ.

تیر کال د ستمبر په میاشت کې بلوچستان صوبه کې د زلمو یوې دستورې ته خپله وینا کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي وؤ "زیاتره مدرسې علم دينیات (تیهالوجی) ښايي" هغه پوښتنه راولاړه کړې وه چې د تيهالوجي د وئېلو وروسته به د دويي نه څه جوړېږي؟ او بیا یې په خپله دغې پوښتنې ته ځواب هم ویلی ؤ چې "یا به ترې ملا جوړېږي یا ترهگر.

څیړونکي او د پاکستان په مدرسو نظر لرونکي ځيني لیکوالان وايي په پاکستان کې د دينی مدرسو د سوا کیدلو یو علت دا دی چې دويي ديني تعليمات ویړیا ښايي او زدکونکو ته ویړیا خوراک او داستوګنې ځای ورکوي.

ل علت دا دی چې په پاکستان کې د عصري زدکړو مرکزونه کم یا غیر معیاري دي. په شخصي میدان کې د سکولونو شمېره سیوا ده خو هلته د تعليم کول د هر چا د وس خبره نه ده .

د ملګرو ملتونو ادارې یو این ډي پي او د پاکستان د حکومت یو شريک رپورټ ترمخه په لسو کې څلور پاکستانیان د بې وزلۍ د ليکې نه لاندې ژوند تېروي.

د پاکستان د تعليمي شمېرو اداره نیشنل ایجیوکېشن مېنېجمینټ انفارمېشن سسټم د کال ٢٠١٧ په رپورټ کې وايي په پاکستان کې د سکول نه بهر د ماشومانو شمېره ٢٢.٦ میلینه ده .د تر هګرۍ د لاسه تر ټولو زیاته اغیزمنه ده ه په خېبر پښتونخوا صوبه کې 1.5 میلین او په پخوانیو قبائیلي سمو کې څه کم اته لکه یعني په ټوله ٢٣ لکه ماشومان د سکول څخه بهر دي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG