لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مدني ټولنه: د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او میسو شوي قراردادونه غیرقانوني دي


د افغانستان د مدني ټولنې غړو او د روڼتیا څار بنسټ ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د سرو زرو او په بلخاب کې د میسو د کان په تړاو شوي قراردادونه د افغانستان د کانونو او صنایعو له قانون څخه سرغړونه ده.

د روڼتیا څار بنسټ ادارې مشر سید اکرام افضلي نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د خبري غونډې په مهال ویلي، د کانونو په دغو قراردادونو کې د افغانستان د کابینې هغه یو شمېر وزیران ښکېل دي چې د دندو تر پرېښودو وروسته یې د قراردادونو د اخیستو په چارو کې د وضعه شوي قانون مطابق د نه ښکېلتیا ټاکل شوې موده نه ده بشپړه کړې.

د افغانستان د کانونو د قانون د ۱۶۵مې مادې مطابق یو وزیر یا د هغه نیږدې خپلوان نه شي کولای چې د وزیر له خوا د وزارت پرېښودو څخه تر پینځو کلونو پورې د کانونو په قرارداد کې ښکېل شي.

د روڼتیا څار بنسټ مشر افضلي ویلي، سید منصور نادري د ۲۰۱۵م کال له اپرېل څخه د ۲۰۱۸م کال تر جون پورې د ښاري پراختیا وزیر وو، د افغان کریسټل کانونو کمپنۍ رییس دی او د بدخشان د سرو زرو او په بلخاب کې د میسو د کان په قراردادونو کې د بریتانوي-افغان ګولډ هولډنګ کمپنۍ تر څنګ ستر ونډه‌وال دی.

افضلي ویلي ټاکل شوې چې د همدې دوو قراردادونو په تړاو وروستی تړون په نیږدې راتلونکي کې لاسلیک شي او له افغان حکومته یې غوښتنه وکړه چې د کانونو د قراردادونو په برخه کې د قانون پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کانونو او شخړو اړوند، د ګلوبل وېټنس نړیوالې مدني ټولنې د افغانستان د کمپاین مشر سټیفن کارټر وايي چې په بدخشان کې د سرو زرو او په بلخاب کې د میسو کان قرارداد د کانونو د قانون خلاف دی. سټیفن کارټر وویل:

"دا معامله د دولت پر هغو ادعاوو خاورې اړوي چې ګواکې په دې برخه کې د قانون حاکمیت پلی کوي، د اقتصاد عالي شورا هغه وخت د دې قرارداد څېړل پیل کړل چې یو ستر ونډه‌وال یې څو اوونۍ وړاندې حکومت پرېیښی وو او حکومت لا هغه وخت د دې قرارداد د امتیاز په اړه فکر کاوه چې نوموړی لا د وزارت پر څوکۍ ناست وو. قانون دقیقاً د همداسې حالاتو د پېښېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی".


د مدني ټولنو استازو د دغو قراردادونو په اړه نورې اندېښنې هم وښوولې او ویې ویل چې د بدخشان د سرو زرو د کان ډېره برخه لا د طالبانو د کنټرول په سیمه کې ده. په دې اړه هیڅ جزئیات نه دي ورکړل شوي چې کمپنۍ به د سیمې امنیت څنګه ساتي او یا دا چې دا ناامني به د پروژې پر اقتصاد او د دولت پر عوایدو څه اغېزې ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG