لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په صوابۍ کې نجلۍ او هلک د خپلې خوښې د واده په تور د غیرت په نامه وژل شوي


د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې ورور خپله خور د غیرت په نوم وژلې دہ او د شهنشاه په نوم یو ځوان یې ھم له خپلې سرہ د تعلق په تور وژلی دی. دا پېښه د صوابۍ په "سړه چینه" سیمه کې شوې دې.

پولیس وایي په پېښه کې د وژل شوي تن شهنشاہ او د نجلۍ د کورنۍ تر منځ د خېښۍ او خپلولۍ دپارہ هڅې روانې وې، خو وایي په دغه ورځ وژل شوې نجلۍ د شهنشاہ کور ته تللې وه او غوښتل یې چې دا رشته د ھغې په خوښه وشي.

پولیس چارواکي وایي د نجلۍ وروڼه د شهنشاه کور ته ورغلي وو او دوی دواړه یې په ډزو وژلي دي. پولیس وایي کله د شهنشاه مور د خپل زوی ژغورنې ته ور مخته شوې نو د نجلۍ ورور په هغې هم ډزې کړې او وژلې یې ده.

د پولیسو په وینا د خور په وژنه کې لاس لرونکی ورور نیاز خان نومېږي چې وایي تر پېښې وروسته یې نیولی دی:

"خور یې ویشتې ده او اخښی کېدونکی تن یې ویشتی دی، ورکړې یې لا نه وه خو یو بل یې خوښ وو، د هغوی کره تللې وه او وروڼه ورپسې ورغلي وو او هلته یې وویشتل".

د ښځو د حقونو لپارہ کارکوونکو د دې پېښې غندنه کړې او دا د ریاست ذمه واري ګڼي چې په هېواد کې قانون عملي کړي. د سوات د ښځو د جرګې مشرہ تبسم عدنان وایي، مذھب ښځې او سړي ته د خپلې خوښې د واده اجازہ ورکوي او هیڅوک دا اختیار نه لري چې په دې تور یو انسان قتل کړي:

"نکاح یا واده کول د دوو کسانو رضامندي ده، نه چې د مور و پلار یا د وروڼو او خاندانونو رضامندي نکاح کول یا واده کېدل دي، دا موږ نه منو. پکار ده چې زموږ حکومت دې ته توجه وکړي او مېډیا په دې اړه له دیني عالمانو سره بحثونه وکړي چې آخر د غیرت په نوم وژنې ولې کېږي؟".

په پاکستان کې د انساني حقونو لپاره کارکوونکی بخت محمد دا ګڼي چې خور لور ته د خوښې د واده اجازت نه ورکول په ټولنه کې ھغه کورنۍ زیاته رسوا کوي چې دوی کومه خبرہ پټول غواړي خو هغه نورہ ھم څرګنده شي او دا چې د انسان د وژنې ګناه ھم د دوی په غاړہ شي او قانون ورته ھم سزا ورکړي.

څېړنې وایي په پاکستان کې د عزت او غیرت په نوم وژنو کې زیاتوالی لیدل کېږي او څو ورځې وړاندې د پنجاب صوبې په راولپینډۍ او ټوبه ټیک سینګ ښارونو کې ھم د غیرت په نوم د وژنو خبرونه رپوټ شوي وو.

په پاکستان کې د ښځو د وژنو د مخنیوي دپارہ په 2016م کال کې د پارلمنټ له خوا قانون جوړ کړل شوی دی، چې پکې د قاتل دپارہ د عمربند سزا ټاکل شوې دہ، خو د بشري حقونو فعالان وایي د ټول هېواد په کچه د غیرت او عزت په نامه وژنو کې اکثر د نجلۍ خپل خپلوان ککړ وي، چې بیا وروسته د روغې جوړې په نتیجه کې له سزا بچ شي، خو اوس په نوي قانون کې د ملزم په ضد مقدمه د ریاست له خوا درج کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو سازمان وایي، په تېرو دوو کالونو کې په ټول هېواد کې 280 ښځې د غیرت پہ نوم وژل شوې دي، خو د بشري حقونو فعالان وایي، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د غیرت په نامه وژنې زیاتې دي خو په رسنیو کې نه رپوټ کېږي.

همدارنګه د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ په پاکستان کې هر کال د غیرت پر نامه د ښځو د وژنې پېښې تر زرو (۱۰۰۰) زیاتې ښیي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG