افغانستان کې دسولې دخبرو دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دهڅو عملي کولو په موخه نن پاکستاني چارواکو سره دخبرو اترو دپاره دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیږي.
افغانستان کې دسولې دپاره دامریکایي استازي په توګه د ذمه واریو ترلاسه کولو وروسته به دا پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد لمړی رسمي سفر وي چې پکې به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ روغه جوړه کې دپاکستان دحکومت په نقش وغږیږي.
تر دې وړاندې دستمبر په میاشت کې زلمی خلیلزاد دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو ؤ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ سره داسلام اباد سفر کې دپاکستان وزیراعطم عممران،دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنې اؤ په افغان سوله خبرې کړې وې.
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي زلمی خلیلزاد به پخپل تازه لس ورځني سفر کې دپاکستان اؤ افغانستان برڅېره د سعودي عرب، قطر اؤ متحده عرب اماراتو له چارواکو سره هم لیدنې کوي.
امریکا وایي د زلمي خلیلزاد ددغه سفر موخه دافغان سولې په اړوند د امریکا هڅې منظم کول دي ترڅو طالبان افغان دولت سره دسولې خبرو ته اماده شي.
امریکا تیره میاشت په خټه افغان زلمي خلیلزاد افغانستان کې د سولې دخبرو پرمخ وړلو دپاره خپل استازی ټاکلی اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې هغه په افغانستان کې پیدا شوی، لویې شوی ،دافغانستان په وضعیت ښه پوهه لري ځکه نو په دې کې به بریالی شي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته چمتو کړي.
پاکستان ته زلمی خلیلزاد خپل دا سفر وروسته له هغې کوي چې روانه اوونۍ دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي واشنګټن کې امریکایي چارواکو سره لیدنه کې باور ورکړی چې پاکستان به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو کې خپل رول ترسره کوي.
خو ددې ترڅنګ ښاغلي قریشي دا خبره هم واضحه کړې ده چې پاکستان اوس په طالبانو د تیرو وختونو په څېر نفوذ نه لري.
خو په اسلام اباد کې دامریکا پخواني سفیر رچرډ اولسن بیا امریکا غږ ته ویلي چې که پاکستان دخپلو ټولو وسیلو اؤ نفوذ څخه استفاده وکړي نو دافغان قضیې سیاسي هواري دپاره طالبان دخبرو میز ته راوستلی شي.