لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتساب عدالت شهباز شریف دلسو ورځو په ریمانډ نیب ته وسپارلو


دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر،دپنجاب پخوانی وزیراعلی اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند صدر میا شهباز شریف د خالي په ورځ‌ په کلکو امنیتي تدابیرو کې داحتساب محکمې ته وړاندې کړل شوی.

داحتساب محکمې ښاغلی شهباز شریف د۱۰ؤ ورځو په ریمانډ نیب ته سپارلی دی.

دپاکستان دپخواني وزیراعظم نوازشریف په کشر رور شهباز شریف دنیب لخوا تورو نه لګول شوي چې داشیانه اقبال په نوم د کورونو جوړؤلو یوه پروژه کې یې په ناقانونه ډول دټېکې ورکولو دلارې قامي خزانې ته دکرړونو روپو زیان رسولی.

شهباز شریف احتساب عدالت کې په ځان لګول شوي ټول تورونه رد کړي اؤ دریځ یې خپل کړی چې دهغه په ضد ټولې مقدمې دسیاسي انتقام په اساس جوړې کړل شوي دي.

ښاغلی شهباز شریف دجمعې په ورځ نیب د پاکو اوبو دیوې پروژې پلټنو په لړ کې رابللی ؤ خو وروسته یې هغه د اشیانه اقبال کور جوړونې پروژه کې دغبن په تور نیولی ؤ.

نن دخالي په ورځ شهباز شریف په داسې حال کې دپولیسو په بکتر بند ګاډي کې داحتساب محکمې ته وړاندې کړل شوی چې دمحکمې مخې ته دمسلم لیګ نواز ګوند په سوؤنو فعالین ورټول شوي وؤ اؤ د شهباز شریف د نیونې په ضد یې احتجاج کولو.

پولیسو په احتجاج کوونکو کوتکونه هم ورؤلي چې له امله یې دمسلم لیګ نواز ډلې یو شمیر غړي ژوبل شوي دي.

دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف چې کله داحتساب محکمې دقاضي نجم الحسن عدالت ته وړاندې کړل شو نو د دوسیې اوریدنې په مهال دنیب وکیل دمحکمې نه وغوښتل چې شهباز شریف باندې دپنجاب د وزیراعلی په توګه دخپل واک نه دتجاوز اؤ درغلۍ کوم تورونه دي دهغې پلټنو دپاره باید شهباز شریف د ۱۵ ورځو په ریمانډ نیب ته وسپارل شي.

شهباز شریف په دغه موقعه په ځان لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي ویلي یې دي چې هغه دقامي خزانې یوه روپۍ هم نه ده خرابه کړې بلکې په اربونو روپۍ یې خزانې بچ کړي دي.

هغه دریځ خپل کړی چې مقدمې پرې دسیاسي انتقام په توګه جوړې کړل شوي چې دحقیقت سره هیڅ تړاؤ نه لري.

تر یو نیم ساعت د نیب اؤ شهباز شریف د وکیلانو د دلیلونو اوریدلو نه وروسته محکمې شهباز شریف د ۱۰ ورځو په ریمانډ نیب ته وسپارلو.

دشهباز شریف په نیولو دپاکستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو سخت غبرګون ښکاره کړی اؤ دغه نیونه یې یو سیاسي انتقام بللی دی.

مخالفو ګوندونو داپوزیشن ډلو دمشر په نېونه دبحث کولو دپاره دقامي اسمبلۍ دغونډې رابللو په موخه دقامي اسمبلۍ اسپیکر سره ته هم مراجعه کړې ده.

دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر ایاز صادق میډیا ته ویلي چې دپاکستان تاریخ کې لمړی تن ولي خان ؤ چې داپوزیشن مشر ؤ اؤ په ناقانونه توګه نیول شوی ؤ اؤ اوس چې شهباز شریف داپوزیشن مشر دی هغه هم په ناقانونه توګه نیول شوی دی.

خو دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي چې دشهباز شریف نیونه لمړی ګام دی له دې وروسته به نورې مهمې نیونې هم کیږي.

دپاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف دخپل کشر رور شهباز شریف دنیولو کلکه غندنه کړې اؤ پخپل یو بیان کې یې حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې نن دخپلو مخالفینو په ضد څنګه انتقامي ګامونه اخلي سبا دې ځانونه هم دغسې چلند ته تیار وساتي.

تر دې وړاندې هیواد نه بهر د ناجائزه شتمنیو لرلو په تور دجولایي په شپږمه نیټه احتساب محکمې دپاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف ته دلسو، دهغه لور مریم نواز ته اوو اؤ زوم کیپټن صفدر ته هم دوؤ کالو دبند سزا اورولې وه خو تیره میاشت اسلام اباد هائیکورټ دهغوي په ضمانت دخوشې کولو امر کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG