لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ دمذهب دسپکاوي جرم کې داسیه بي بي دتېزندۍ دسزا په ضد اپیل اوري


دپاکستان سترې محکمې دمذهب دسپکاوي په تور بندي اسیه بي بي ته دتیزندۍ د اورؤل شوې سزا په ضد دهغې د عریضې اوریدلو دپاره داکتوبر ۱۵مه نېټه ټاکلې ده.

عیسوي مذهبې اسیه بي بي ته د مذهب د سپکاوي په تور نومبر کال ۲۰۱۰م کې محکمې دتیزندۍ سزا اورولې ده خو دهغې وکیلان دریځ لري چې اسیه بي بي دمذهب سپکاوی نه دی کړی بلکې دبغض اؤ کېنې په اساس پرې دغه تور لګول شوی دی.

ټاکل شوې ده چې دسترې محکمې دمشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ به دمحکمې درې کسیزه څانګه د اسیه بي بي عریضه اوري چې په دغه څانګه کې به قاضي اصف سعید کهوسه اؤ قاضي مظهرعالم خان میاخیل هم شامل وي.

تر دې وړاندې هم د یادې میرمنې د سزا په ضد دپاکستان بیلابیلو محکمو ته عریضې شوې وې چې ټولې رد شوي دي اؤ په کال ۲۰۱۶م کې سترې محکمې هم د هغې دتیزندۍ سزا پځایې ساتلې وه.

په اسیه بي بي تور دی چې کال ۲۰۰۹م دجون میاشت کې یې یوې ښځې سره د جګړې په مهال دمذهب سپکاوی کړی دی.

اسیه بي بي جګړه په څه کړې وه؟

مطبوعاتي راپورونه وایي د اسیه بي بي اؤ یوې مسلمانې ښځې ترمینځ نښته یوازې په دې خبره شوې وه چې پټي کې دکار کولو په مهال اسیه بي بي په ګیلاس اوبه څښلې وې اؤ دغه مسلمانې ښځې ورته ویلي وؤ چې ته غیر مسلمه یې ځکه نو د اوبو لوخي ته لاس نه شې وړ وړلی.

وروستو دغه میرمنې دکلي ملا ته ویلي وؤ چې اسیه بي بي ورسره دجګړې په مهال مذهب پسې سپکې سپورې ویلي دي.

له تورونو لګول کیدلو وروسته ځاي پولیسو داسیه بي بي په ضد دمذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې وه اؤ په کال ۲۰۱۰م کې محکمې هغې ته دمرګ سزا اورؤلې وه.

په کال ۲۰۱۱م کې دپنجاب صوبې دهاغه وخت ګورنر سلمان تاثیر د مذهب دسپکاوي قانون کې دبدلون دغوښتنې ترڅنګ په زندان کې د اسیه بي بي سره لیدنه هم کړې وه چې په دې دممتاز قادري په نوم دګورنر پولیس ساتونکي په هغه ډزې کړې وې اؤ وژلی یې ؤ.

پاکستان کې د مذهب دسپکاوي دجرم سزا تیزندي ده خو دبشري حقونو سازمانونه نیوکې کوي چې ددې قانون څخه زیاتره مهال د ذاتي انتقام اخستلو دپاره ناوړه استفاده کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG