لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نانا پاټیکر د هنرمندې تانوشري له خوا ورباندې لګېدلي تورونه رد کړي


د باليووډ ستر اداکار نانا پاټیکر د خالي- شنبې په ورځ د اداکارې تانوشري دته له خوا ورباندې لگول شوي د جنسي ځورونې تورونه رد کړي دي.

د خالي په ورځ په ممبۍ ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې نانا پاټیکر وویل: "لس کاله وړاندې ما دغو تورونو ته جواب ویلی. دروغ به همېش لا دروغ وي".

اداکاره تانوشري دته پخوانۍ مس انډیا یا د هند د ښایست ملکه هم ده. دې روانه میاشت په یوه مرکه کې ویلي وو چې په ٢٠٠٨م کال کې د یو فلم د شوټنگ په موقع نانا پاټیکر په جنسي توگه ځورولې وه. تنوشري دا تورونه په هماغه کال هم لگولي وو او نانا پاټیکر هغه وخت هم دا رد کړي وو.

داسې ښکاري چې د امريکا په هالي ووډ کې د ښځينه هنرمندانو له خوا د جنسي ځورونې په ضد د را پورته شوي "ME Too" تحريک د هندوستان د باليووډ هنرمندانې هم ډاډه کړې ځکه خو روانه میاشت تانوشري دته وویل:

"زه غواړم چې اوس نومونه واخلم، اداکار نانا پاټیکر، پروډيوسر سميع صديقي، ډایریکټر راکېش سارن او د ډانس استاد ګنېش اچاريه".

نوموړې دته تور لګولی چې د هندوستان د اېکشن فلمونو وتلي ستوري نانا پاټېکر ورته ويلي وو چې د ګډا په وخت به ده ته ډېره ور جوختېږي، ولې د هغې په سکرپټ او ورسره شوي تړون کې دغسې هیڅ نه وو.

تانوشري دته ويلي، ټوله هندي فلمي نړۍ په دې خبره ده چې نانا پاټیکر له خپلو ملګرو اداکارانو ښځو سره بې ادبي کوي، ښځې وهي او ښکنځل ورته کوي خو څوک يي په ضد غږ نه پورته کوي.

مېرمن دته په فخر سره ويلي دا به د باليووډ د فلمي نړۍ لومړۍ اداکاره وي چې د وتلو اداکارانو او ډایرکټرانو په ضد يې د جنسي ځورونې خبره په ډاګه کړه.

تانوشري دته دغه تورونه په ۲۰۰۸م کال کې د جوړېدونکي فلم "هارن اوکې پليز" په مهال لګولي وو. نانا پاټیکر په دغه فلم کې مرکزي کردار لوبولی، چې په ۲۰۰۹م کال کې په سنېماګانو ښودل شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG