لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: میلینونه پاکستانیان بهرنی شهریت لري، پښتانه دې هم د افغانستان پاسپورټ واخلي


واشنګټن ـــ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، شاوخوا ۹ میلینه پاکستانیان د بهرنیو هېوادونو شهریت لري نو که د پاکستان پښتانه د ګاونډي افغانستان شهریت ولري یا د افغانستان خلک د پاکستان شهریت ولري دا څه بده خبره نه ده.

د ۱۹۸۳م د اکتوبر په ۷مه او د ۱۹۹۱م کال د اکتوبر په ۱۱مه د خپل ګوند د وژل شویو غړیو په یاد په کوټه ښار کې جوړې شوې غونډې ته ښاغلي اڅکزي وویل، د پاکستان آیین چې د دویم شهریت اجازه ورکوي نو که پاکستاني پښتانه د افغانستان شهریت واخلي دا هیڅ بده خبره نه ده. ښاغلي اڅکزي د خپل ګوند پر پلویانو ږغ وکړ، چې د افغانستان پاسپورټونه واخلي:

"۱۳ لکه پاکستانیان د برتانیې او پاکستان دواړو پاسپورټونه لري چې د اختر مېنګل پلار هم پکې شامل دی، تقریباً ۶ لکه پاکستانیان د دې ځای او د ترکي پاسپورټ هم لري، تقریباً ۱۰ لکه پاکستانیان چې جرنېلان، کرنېلان او وفاقي سیکرټریان هم پکې شامل دي د کېنېډا او پاکستان دواړو پاسپورټونه لري،‌ شاوخوا دوه درې لکه د جرمني او پاکستان دواړو شهریت لري،‌ نو زه به یې هم دلته هم لرم او هلته [په افغانستان کې] هم لرم".

محمود خان اڅکزي پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځ له خوا له تېر کاله راهیسې غزېدونکی اغزن تار د کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو د بېلوالي هڅه وبلله او ویې ویل چې په ژبه، وینه او عقیده سره شریک خلک په اغزنو تارونو نه شي جلا کېدای:

"که واقعي پاکستان غواړي چې په دې سیمه کې ارامي شي علاج یې دا دی چې له افغانستانه سره به روغه کوي، افغانستان او پاکستان په تارو نه سره جلا کېږي، په پاسپورټو نه سره جلا کېږي، پاکستان دې دا مهرباني وکړي په افغانستان کې دې مداخله نه کوي".

محمود خان اڅکزي د پخوا غوندې په ټینګار سره وویل چې ګوند به یې په پاکستان کې د پښتنو د قومي یووالي لپاره مبارزه کوي او د بلوچستان، پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو، اټک او میانوالي پښتانه به په یوه صوبه کې را یو ځای کوي او یو نوم به ورکوي:

"دې آیین پرله پورې پښتون په څلورو ټوټو کې تقسیم ساتلی دی،‌ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له زمانو دا غوښتنه ده چې جایزه هم ده او ضروري هم ده،‌ چې پرله پورې ټول پښتون وطن به په یوه صوبه کې وي، که د چا زړه سوځي که یې نه سوځي دا به جوړېږي او د دې نوم به پښتونستان، پښتونخوا یا افغانیه وي".

د زرګونو خلکو غونډې ته په وینا کې محمود خان اڅکزي تور ولګاوه چې پوځ اوس هم په سیاست کې لاسوهنه کوي او له نوم اخیستلو پرته یې د بلوچستان اوسنی حکومت د پوځ په مرسته جوړ شوی او غیرآییني حکومت وباله. ښاغلي اڅکزي پر پخواني وزیراعظم نوازشریف او د هغه پر لور د کرپشن لګېدلیو تورونو ته په اشارې سره وویل:

"موږ د احتساب مخالف نه یو،‌ خو آیا دا غلاوې یواځې سیاستدانان کوي او یواځې مسلم لیګ ن یې کوي،‌ زه داسې خلک [شاره یې پوځي جنرلانو ته وه] پېژنم چې ۱۲ اربه روپۍ یې غلا کړې دي دوی لاس نه شي ور وړلای، احتساب د جج، د جنرل او سیاستدان د هر چا وکړئ".

محمود خان اڅکزي پاکستاني پښتنو ته د افغانستان د شهریت اخیستلو خبره په داسې وخت کې کړې، چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سپټمبر په ۱۶مه په کراچۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې په پاکستان کې زېږېدلیو بنګالیانو او افغانانو ته د پاکستاني شهریت ورکولو غوښتنه وکړه.

د عمران خان له دې خبرې سره د بلوڅو ملتپالو په شمول ځینو ګوندونو مخالفت څرګند کړ،‌ خو پښتنو ملتپالو یې هرکلی وکړ. د سپټمبر په ۱۹ د مرکزي حکومت د اتحادي بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل په قومي اسمبلۍ کې وویل، چې له تحریک انصاف ګوند سره د اتحاد په ایجنډا کې یې دا نقطه هم شامل ده،‌ چې افغان کډوال به خپل هېواد ته ستنوي،‌ خو عمران د خپل بیان په دفاع کې وویل، چې د پاکستان د ۱۹۵۱م کال د شهریت هغه چاته- چې په پاکستان کې زېږېدلي وي، د دې هېواد د شهریت لرلو حق ورکوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG