لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال ووټل:پاکستان دې پخپله خاوره میشت طالبان دهغوي له ډلې راجلا اؤ خبرو ته کښېنوي


دامریکا دپوځ دمرکزي قوماندې مشر جنرل جوزف ایل ووټل ویلي امریکا دپاکستان څخه هېله کوي چې باید دپاکستان سره تړاؤ لرونکي طالبان افغانستان کې دهغوئ له ډلې راجلا اؤ افغان دولت سره یې دسولې خبرو ته مجبوره کړي.

تیره ورځ پنټاګان کې مطبوعاتو ته داوونیز احوال ورکولو په وخت د امریکا دامریکا مرکزي قوماند (سینټکام) کمانډر جنرل جوزف ایل ووټل وویل “مونږ ته داخبره هم باوري کول دي چې پاکستان کې میشت دطالب مشرانو لخوا په میدان ولاړو دهغوئ جنګیالو ته لارښوونې نه کیږي،امرونه نه ورکړل کیږي،اؤ له دغه ځایه ورته هیڅ هم نه ورځي”

نوموړي وویل “دې باور ترلاسه کولو ته هم اړتیا ده چې هلته(پاکستان) کې په ښکاره یا په پټ‌ ډول(دطالبانو) هیڅ رقم فعالیتونه نه دي روان اؤ چې طالب جنګیالي د روغتیايي مرستو اؤ نورو شیانو دپاره هم پاکستان ته نه ورځي”

هغه یو ځل بیا دامریکا دا غوښتنه تکرار کړه چې پاکستان باید دطالبانو مشران افغان دولت سره دسولې خبرو کښېنولو ته مجبوره کړي.

ددې پوښتنې ځواب کې چې ایا پاکستان دا اثر لري که نه چې طالبان خبرو ته اماده کړي ؟ امریکایي پوځي مشر وویل “هغوئ دا کولی شي ،هغوئ دداسې کولو دپاره فشارونه راوړلی شي”

تر دې وړاندې به دریم اکتوبر واشنګټن کې یو سیمینار ته وینا کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا خیال رد کړی ؤ چې ګنې دپاکستان دخاورې څخه دافغانستان په ضد بریدونو دپاره استفاده کیږي.

شاه محمود قریشي دا هم ویلي وؤ چې پاکستان به هڅه وکړي چې طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي خو هغه واضحه کړې وه چې پاکستان اوس په طالبانو د تیر په څیر نفوذ یا اثر نه لري.

خو دافغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله تیره اوونۍ دفاکس نیوز سره خپله مرکه کې دعوه کړې وه چې طالبان اوس هم دپاکستان په خاوره خپلې خوندي ځالې لري،دغلته ورته روزنه اؤ په افغانستان دبریدونو پلانونه ورکولی شي.

هغه د نړیوالې ټولنې نه غوښتي وؤ چې سیمه کې دامن اؤ ثبات دټینګښت دپاره اړینه ده چې پاکستان دفشارونو لاندې ونیول شي.

دتیرو پینځلسو کالو راهسې کابل اؤ واشنګټن پاکستان دطالبانو په مرسته تورنوي اؤ د روان کال دپیل راهسې امریکا په اسلام اباد خپلې پوځي مرستې هم تړلي دي خو پاکستان پرله پسې وایي چې افغانستان کې مداخله نه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG