لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هره ورځ لږ تر لږه درې کسان په پاکستان کې په زوره بې درکه کېږي


په پاکستان کې په زور د بې درکه کسانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن ويلي، په تيرو اتو مياشتو کې د لا درکه کسانو شمېره لا نوره زیاته شوې او هره ورځ د دريو لا درکه کسانو نومونه کمېشن ته سپارل کيږي.

مطبوعات د لا درکه کسانو د کمېشن د شمېرو له مخې وايي، سږکال په جنورۍ او اګست میاشتو کې کمېشن ته د ٧٤٠ نورو لادرکه کسانو نومونه رپورټ شوي او هره ورځ کمېشن ته د درې لا درکه کسانو کېسونه راځي.

په کال ٢٠١٠ کې ددې کمېشن د جوړېدو راهیسې، په مجموعي ډول د ٥٢٩٠ لا درکه کسانو کېسونه راغلې وو چې په کې تر ټولو زيات ٢٠١٩ د خيبرپښتنخوا نه رپورټ شوي.

دغه رنګ د سندۀ نه ١٣٦٧، پنجاب ١٠٩٩، بلوچستان نه ٣٥٦، پخوانۍ فاټا نه ٢٢٩او د پايه تخت اسلام اباد نه ٢١٧ خلکو د بې درکې کيسونه رپورټ شويدي.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د کار کونکې غير دولتي سازمان ډيفنس اف هيومن رايټس مشره امنه مسعود جمجوعه چې خپل خاوند یې هم د اوږدې مودې نه بې درکه دې ډيوه ريډيو ته نن وویل، چې د بشري حقونو د مرکزي وزيرې شيرين مزاري سره یې ليدلې دي او هغه ته یې د خپل سازمان سره د رجسټرډ ٢٠٠ لا درکه شویو کسانو یو نوملړ یا فهرست ورکړی او د مزاري سره د کمېشن په کړنې هم خبرې کړي.

هغه وايي، خلک د کمېشن له کار نه مطمين نه دي. د بلوچستان خلکو د مخکې نه د کمېشن څخه بايکاټ کړی، کمېشن ته ددې ځاې خلک هم په تلو راتلو ستړي شول ولې اوس هم کسان بې درکه کيږي، د امنيتي ادارو په حراستي مرکزونو او د پوليسو په جالي مقابلو کې وژلې کيږي.

حکومتي کميشن وايي، يو شمېر لا درکه کسان یې معلوم او راخوشې کړي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې ددغه کسانو په لا درکه کولو کې څوک ککړ وو او هغوي ته یې څه سزاګانې ورکړي دي.

ددې سوال په ځواب کې چې اخر ولې د بې ساره هلو ځلو سره سره اوس هم خلک لادرکه کيږي د هېواد د بشري حقونو د خپلواک کميشن ايچ ار سي پي مشر ډاکټر مهدي حسن وايي:

د خلکو د لا درکه کېدو د لړې د نه درېدو ترشا لوی علت د قانون نه پلي کېدل دی.

دی زیاتوي، په قانون خو به د انګريز په زمانه کې عمل کېدلو خو په ازاد پاکستان کې پرې عمل نه کيږي او د اندښنې خبره دا ده چې د خلکو په لا درکه کولو کې د حکومت امنيتي ايجنسۍ ککړې وي .

که څه هم حکومتي کمېشن په ګرد هېواد کې د لا درکه کسانو شمېره په سونو کې ښيي خو بلوچستان او پښتونخوا کې د لا درکه کسانو فعالين وايي، چې په تيرو کلونو کې د زرګونو په شمېره کسان په جبر بې درکه کړل شويدي او دا لړۍ دوام لري.

XS
SM
MD
LG