لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایس ایي ته د جاسوسۍ په تور دوه افغان پوځي افسرانو ته د ۲۰، ۲۰ کالو بند سزا اورول شوې


د افغانستان يو عدالت د پاکستان استخباراتي ادارې ايي اېس ايي ته د جاسوسۍ ته د جاسوسۍ په تور دوه لوړ پوړو افسرانو ته د ۲۰، ۲۰ کاله بند سزا اورولې ده.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت استناف په محکمه کې د پوځ دوه جیګپوړي افسرانو ته له دې امله د ۲۰، ۲۰ کاله بند تیرولو حکم صادر کړ چې ګواکې دې افسرانو د پاکستان استخباراتي شبکې ایي ایس ایي سره اړیکې درلودې.

ډګروال شاه محمود دافغانستان په ختیځ کې د پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې پلي لوا د دریم کنډک قومندا، او همداراز تورن نذیز الله دهمدې کنډک سقیله ټولي مشر په توګه یې دندې درلودې.

د محکمې د پرانستلو پر مهال د دې قضیې لپاره ټاکل شوی څارنوال تورن نورمحمد ثاقب د دواړو پوځي افسرانو په تړاو قضیه واوروله او په یاده قضیه کې هغوی له هېواد سره د خیانت او د پاکستان استخباراتو شبکې ایي ایس ایي سره د پټو اړیکو تورونه لګول شوي ؤ.

په دې علني محکمه کې د هغو ملي خیانوتو د ترسره کیدو ثبتونه او اعترافونه هم وړاندې شول کوم چې په جاسوسۍ له تورونو کسانو څخه ترلاسه شوي و خو دهمکارۍ د څرنګوالي په تړاو څه ونه ویل شول.

که څه هم د ۲۰۱ سلاب قول اردو په جوړه شوې پوځي محکمه کې په ملي خیانت تورنو دواړو افسرانو وویل چې امنیتي ادارو د وهلو اوشکنجې کولو په زور ورڅخه اقرار اخیستل شوی خو محکمې ته هغوی هیڅ داسې ثبتوت وړاندې نه کړی شو چې په هغې سره دې په زور او د ټکولو د جرم اخیستل شوی اعتراف ثابت شي.

پوځي محکمې ویلي تورن کسان حق لري چې د خپلو دلګول شویو جرمنو دسپیناوي لپاره استناف غوښتنه وکړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د پوځ ګن شمېر جیګپوړي پوځي افسران له وسله والو مخالفینو سره د همکارۍ ،فساد او په نورو بیلابیلوجرمنو د ترسره کېدو په تور له نیول کیدو وروسته د عدلي او قضايي محکمو ته له سپارل کیدو وروسته د شویو پریکړو له مخې زندانونو ته لیږدول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG