لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لفټننټ جنرال عاصم منير د ايي اېس ايي نوی مشر ټاکل شوی


د پاکستان د پوځ لفټنټ جنرال عاصم منير د استخباراتي ادارې (انټر سروسز انټيليجنس، ايي اېس ايي) نوی مشر ټاکل شوی دی.

د پاکستان پوځ نن د شورو، چهارشنبې په ورځ د ايي اېس ايي د نوي مشر د ټاکنې ويلي دي.

د ايي اېس ايي نوی مشر عاصم منير له دې وړاندې د پوځ د استخباراتي ادارې (ملټري انټيليجنس، اېم ايي) مشر پاتې شوی دی.

د ايي اېس ايي موجوده مشر نويد مختار په ۲۵ اکتوبر ريټايرډ کيږي او عاصم منير به له دغې وروسته دا چوکۍ سمبالوي.

نوید مختار په کال ۲۰۱۶م کې د موجوده پوځي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په وخت کې د ايي اېس ايي مشر ټاکل شوی ؤ.

د عاصم منير پېژندګلو

د لفټننټ جنرال عاصم منير تعلق د فرنټيئر فورس رجمنټ سره دی او تېره مياشت يې د نورو مېجر جنرال افسرانو سره د لفټننټ جنرال چوکۍ سره ترقي شوې وه.

هغه له دې وړاندې په سیاچن کې د ډويژن مشري هم کړې او په اپرېشنل علاقو کې بريګيډئير کمانډر هم پاتې شوی دی.

نوموړي د افيسرز ټرېننګ سکول نه په پوځ کې کمېشن ترلاسه کړی ؤ.

د نورو پوځي افسرانو تبادلې

پوځ نن د شورو، چهارشنبې په ورځ خپل بيان کې ويلي لفټننټ جنرال شاهين مظهر د پېښور کور کمانډر، لفټننټ جنرال نديم ذکي د منګلا کور کمانډر او لفټنټ جنرال اظهر صالح عباسي چيف لاجسټکس ټاکل شوی دی.

لفټننټ جنرال عدنان وايس چيف اف جنرال سټاف، لفټننټ جنرال عبدالعزيز ملټري سيکرټري او لفټننټ جنرال وسيم اشرف انسپکټر جنرال ارمز ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG