لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وایي په سي پېک کې د سعودي پر سرمایه کارۍ هیڅ اعتراض نه لري


واشنګټن ـــ چین وایي په پاکستان کې د نوي حکومت له راتګ سره یې په دې هېواد کې د سي پېک منصوبو ته له نوي سره کتنه کړې ده او د ځینو نویو منصوبو د ګډون په اړه هم ورسره سلا شوي دي.

د کوټې په پریس کلب کې له خبریالانو سره په خبرو کې د چین سفیر یاو جینګ وویل، هېواد یې د سي پېک په منصوبه کې د سعودي عرب پر ګډون او سرمایه کارۍ هیڅ اعتراض نه لري.

"انتخابات شوي او نوی حکومت راغلی دی چې خپل نوی پلان، تګلاره او لومړیتوبونه لري، موږ له نوي حکومت سره نوي اړیکي لرو، پر سي پېک او نورو منصوبو مو ورسره خبرې شوې دي".

تېره میاشت د پاکستان مرکزي حکومت اعلان وکړ، چې سعودي عرب ته به هم په سي پېک کې برخه ورکوي، چې ځینو اپوزیشن ګوندونو یې دا پرېکړه یواړخیزه او د چین له خوښې پرته وګڼله، چې بیا څو ورځې وړاندې د پلان او پرمختیا مرکزي وزیر خسرو بختیار د اکتوبر په ۳مه وویل، چې سعودي په مستقیم ډول په سي پېک منصوبه کې نه ور ګډوي، بلکې حکومت یې له سعودي سره د سي پېک د بشپړتیا لپاره د ځینو نورو تعمیراتو منصوبو قرارداد کړی دی.

په اسلام اباد کې یوه بل چینایي سفارتکار لیجیان ژاو وي.او.اې ته په ځانګړې مرکه کې د سعودي عربستان د دې ګام هرکلی کړی چې د سي پېک په پرمختیایي منصوبې کې سرمایه کاري کوي او پاکستان یې هم ستایلی چې نور هېوادونه په سي پېک کې سرمایه کار ته هڅوي.

ښاغلی جینګ وایي چین او د پاکستان نوی حکومت پر دې سلا شوي دي چې په ګډه کار وکړي او د سي پېک منصوبې ټولې روانې تعمیراتي چارې په ټاکلي وخت سره بشپړې کړي:

"د سي پېک په بل پړاو کې به موږ ګډو منصوبو او ټولنیزو څانګو ته زیاته توجه کوو، همدارنګه مو دا پرېکړه هم کړې ده چې زیات وسایل به لوېدیځو صوبو ته ورکوو".

د چین سفیر ویلي، دوی غواړي چې د چین پاکستان اقتصادي لاره [سي پېک] د افغانستان له لارې له مرکزي اېشیایي هېوادونو سره ونښلوي، چې وایي له دې سره به په پاکستان خصوصاً په بلوچستان کې د روزګار موقعې زیاتې شي او تجارانو ته به په دې صوبه کې د کروندې، مالدارۍ، کانونو او معدني وسایلو په برخه کې د سرمایه کارۍ ښه موقع په لاس ورشي.

چینایي سفیر یاو جینګ د کوټې چېمبر آف کامرس ته هم ورغلی او هلته یې له یو شمېر تاجرانو او صنعتکارانو سره خبرې کړې دي. سوداګرو ورڅخه غوښتي چې په کوټه کې د خپلو تجارتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې د چین کونسلګري پرانیزي.

چینایي سفیر ویلي چې له خپل حکومت سره به په دې اړه سلا مشورې وکړي او وروسته به پرېکړه وکړي چې په بلوچستان کې خپله کونسلګري پرانیزي که نه.

سي پېک د چین پاکستان تر منځ جوړېدونکې اقتصادي لاره ده چې شاوخوا ۶۰ اربه ډالره خرڅ به ورباندې راځي او تر اوسه د دې منصوبې یوه برخه بشپړېدو ته نیژدې ده چې ویل کېږي ۱۹ اربه ډالره پرې لګېدلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG