لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوکیخېل کډوال: وران کورونه را جوړ کړئ او جوړ د پوځ له قبضې را وباسئ


واشنګټن ـــ په خیبر ضلع کې مېشتو کوکیخېلو کډوالو د ژوند د بنیادي اسانتیاوو د نشتوالي له امله په تیرا کې خپلو سیمو ته له ور ستنېدو انکار کړی، دوی وایي له حکومتي مرستو پرته په سخته یخنۍ کې د دوی ستنېدل امکان نه لري.

کډوال وایي د اکثرو خلکو کورونه وران ویجاړ دي، خو دعوه کوي چې د ډېرو خلکو کورونه د پوځ په استعمال کې دي چې وایي سمدستي یې د خالي کولو او خپلو مالکانو ته له سپارلو انکار کړی دی.

خو د پاکستان پوځ او له قدرتي آفتونو د ژغورنې ادارې د کډوالو د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي، چې ګواکې په کورونو کې یې پوځیان اوسېږي.

د دې باوجود چې د شپږو کلونو تر انتظار وروسته د کوکيخېلو د قامي سیاسي او مذهبي مشرانو په غوښتنه له قدرتي آفتونو د ژغورنې ادارې (ایف ډي ایم اې) خپلو سیمو ته د زرګونو کډوالو د ستنېدو لړۍ د اکتوبر په ۴مه پیل کړې وه، خو کډوال وایي د ژمي د پیلېدو او د نامناسب حکومتي انتظام له امله دوی اوس نه شي ستنېدای.

د حکومتي شمېرو له مخې په دغو زرګونو بې کوره شویو کډوالو کې یواځې د شاوخوا ۳۵۰ کورنیو رجسټرېشن شوی او نورې ټولې کورنۍ له حکومت سره رجسټر نه دي، چې له امله یې دغه کورنۍ له نغدو حکومتي مرستو، د شپږو میاشتو له خوراک او خېمو بې برخې پاتې شوي دي.

خپلو سیمو ته تر ور ستنېدو وړاندې د کوکیخېلو ځینې کډوال وایي، کورونه یې ټول یا خو په بشپړه توګه تباه شوي او یا داسې خوړین شوي چې د استوګنې وړ نه دي.

د کوکیخېلو یو مشر ملک نصیراحمد کوکيخېل حکومت ته خبرداری ورکړی چې تر څو یې د ورانو ویجاړو کورونو سروې نه شوي او دوی ته یې معاوضه نه وي ورکړل شوې، دوی خپلې سیمې ته نه شي ور ستنېدای:

"کورونه تباه دي نو په ژمي کې خو په خېمو کې نه شي اوسېدای اوس به واورې هم شروع کېږي، کورونه خو یې دومره باید جوړ شي چې سرونه یې له باد و بارانه خوندي وي، زه له ایف ډي ایم اې او نورو چارواکو پوښتنه کوم چې دوی دا کډوال چېرې لېږي؟".

ملک نصیراحمد وایي په سیمه کې یې د ده پرېیښی نوی کور هم اوس بشپړ تباه دی او د استوګنې وړ نه دی. وایي اوس یې نه په سیمه کې بازار شته چې خپل ورځني ضرورتونه په پوره کړي او نه پکې سکول او روغتون شته.

کوکیخېل کډوال وایي سیمې ته د ورغلیو سړکونو حالت هم ډېر خراب دی، وایي ځایي انتظامیې تېر کال د پرمختیایي کارونو اعلانونه او ژمنې کړې وي، خو وایي تر اوسه یې هیڅ نه دي کړي، دوی په خپله خپله سیمه کې د امنیت په اړه هم ډاډمن نه دي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG