لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي ایم ایف:پاکستان دختونکي اؤ غورځېدونکي اقتصاد لومه کې ګېر شوی دی


نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې پاکستان دختونکي اؤ غورځيدونکی معیشت په لومه کې ګیر شوی اؤ ددې هیواد اقتصادي وضعیت نازک نه بلکې بیخي ډیر نازک دی.

ایي ایم ایف وايي دپاکستان اقتصادي وضعیت به هم دغسې تر دوؤ کالو نازک وي.

دایي ایم ایف په راپور کې کمزورې اقتصادي پرمختیا اؤ غربت د خراب اقتصاد لاملونه ګرځول شوي اؤ ویل شوي چې پاکستان ته خپل خلک له غریبۍ ویستل اؤ د روزګار موقعې پیدا کول ډیر ګران شوي.

راپور کې وړاندیز شوی چې که پاکستان غواړي پرمختګ وکړي ددې دپار ورته اړینه ده چې خساره په دائمي توګه راټیټه کړي ،سرمایه ګزارۍ اؤ صنعتي تولیداتو ته وده ورکړي اؤ له دغې لارې د روزګار موقعې پیدا کړي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر د ګل په ورځ ویلي چې د هېواد خراب اقتصاد او د زر مبادله د بهتر کولو دپاره به د ايي اېم اېف نه قرض اخلي.

ویل کېږي چې پاکستان د ١٢ ارب ډالرو مالي امداد ته اړتیا لري.

که چېرې ايي اېم اېف راضي شي چې پاکستان ته پېسې ورکړي نو په تیرو پنځو کلونو کې به د ايي اېم اېف نه دا د پاکستان دویم قرض وي.

د شورو، چارشنبې، په ورځ عمران خان یوې غونډې ته وویل چې هېواد به د اقتصادي کړکیچ نه راوباسي. هغه د هېواد د اقتصادي ستونزو ذمه واري په تېرو حکومتونو واچوله.

اقتدار ته له رسیدلو وړاندې عمران خان د بهر نه دپورونو اخستلو سخت مخالفت کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ هغه به ځان ووژني خو پور به وانه خلي.

خو اوس وزیراعظم عمران خان وایي چې یوازې یوه ورځ په بهرنیو پورونو شپږ اربه روپۍ ورکول کیږي اؤ نوی پور د بهرنیو پورونو خلاصولو دپاره اخستل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG