لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکایي کانګریس پلاوي اشرف غني سره افغانستان کې په سوله خبرې کړي


دامریکا متحدو ایالتونو دکانګریس پلاوي تیره ورځ ناوخته دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې افغانستان کې دسولې په روانو هڅو اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

دامریکایي کانګریس دمشر په پلاوي دامریکا دسینیټرانو ډلې کابل ته په داسې حال کې سفر کړی چې افغان دولت اؤ امریکا مخالفو طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي خو طالبانو ګواښ کړی چې هغوئ به افغانستان کې په کیدونکو ټولټاکنو بریدونه کوي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ څخه دخپور شوي بیان له مخې په دې لیدنه کې دامریکا او افغانستان ترمنځ دهمکاریو په پراختیا،ترهګرۍ سره په مبارزه ،په سیمه ییزو ستونزو ،دافغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا دستراتيژۍ پرمثبتو اغیزو،دافغانانو په مشرۍ دسولې په پروسه او همداراز په یوشمیر نورو مهمو چارو خبرې وشوې.

سرچینو ویلي دافغانستان ولسمشر اشرف غني دامریکا دکانګریس مشر پاول رایان او دهغه د ډلې سینیټرانو سره په خبرو کې په ملکي او نظامي برخو کې داصلاحاتو د راوستو او دسولې پروسه کې د هڅو په تړاو څرګندونې درلودې او دتیرو ۱۵ کلونو راهسې یې افغانستان سره په ګنو برخو کې د واشنګټن له مرستو مننه وکړه.

د ارګ دخبر له مخې په دې ناسته کې دامریکا متحدو ایالتونو دکانګرس پلاوي له ولسمشر غني سره په خبرو کې دافغان حکومت په بیلابیلو برخو په ځانګړي توګه په ملکي او نظامي برخو کې داصلاحاتو او همداراز د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې دافغان حکومت له هڅو ستاینه وکړه.

افغانستان ته دامریکا دکانګریس پلاوي له ښاغلي غني سره په خبرو کې د واشنګټن پر دوامدارو مرستو ټینګار وکړو او ژمنه یې وکړه چې له دې هیواد سره به خپلو سیاسي او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

روانه اوونۍ افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اؤ تیره میاشت دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو اؤ دپوځ دمرکزې قوماندې مشر جنرال جوزف ډنفورډ هم کابل ته سفر کړی ؤ اؤ افغان چارواکو سره لیدنو کې افغانستان کې دسولې په بهیر خبرې اترې کړې وې.

زلمي خلیلزاد ویلي امریکا غواړي نور په افغانستان کې روان جنګونه باید ختم شي اؤ په افغان دولت اؤ طالبانو یې غږ کړی ؤ چې دسولې خبرو دپاره باید خپل استازي وټاکي خو طالبانو لا دامریکایي استازي دغو څرګندؤنو ته څه ځواب نه دی ویلی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG