لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کانفرنس: افغانستان پاکستان دې د کابل سیند د اوبو د برابر استعمال لپاره قرارداد وکړي


واشنګټن ــــ د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د کابل سیند پر موضوع یو کانفرنس کړی، چې افغان چارواکو پکې ګډون کړی او ویناوالو پکې غوښتنه کړې چې افغانستان او پاکستان باید د دغو اوبو د برابر استعمال لپاره تر خپل منځ یو قرارداد لاسلیک کړي.

د پېښور پوهنتون د چاپېریال ساتنې د څانګې یو استاد پروفیسر ډاکټر محمد نفیس وایي، کابل سنید د دواړو هېوادونو لپاره په اقتصادي لحاظ ډېر مهم دی، ځکه نو د دې سیند د اوبو مناسب استعمال پکار دی:

"د کابل سیند په اړه د پاکستان او افغانستان د قرارداد ګټه به دا وي چې د اوبو مساوي تقسیم به یې فیصله شي. د دې اوبه باید په درو برخو د درو فریقانو افغانستان، پاکستان او پخپله د کابل سیند تر منځ ووېشل شي او دا په نظر کې وساتل شي چې له استعمال پرته په سیند کې دومره اوبه وساتل شي چې دا سیند پرې ژوندی وي".

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې په کانفرنس کې افغان جنرل کونسل معین مرستیال د دواړو هېوادونو تر منځ د قرارداد د وړاندیز ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې له پاکستان سره د اوبو پر مسئله خبرو ته تیار دی او د اوبو په اړه نړیوال قانون په دې برخه کې ښه مرسته کولای شي.

کابل سیند شاوخوا ۷۰۰ کیلومیټره اوږد دی چې د افغانستان له غرونو را بهېږي او بیا د پښتونخوا له پېښور، چارسدې او نوښاره تېرېږي په اټک سیمه کې له اباسین دریاب سره ګډېږي.

پروفیسر ډاکټر محمد نفیس وایي، کابل سیند ځکه ډېر ارزښت لري چې دواړه هېوادونه ورڅخه بجلي جوړوي او په اوبو یې د کروندو اوبه خور هم کېږي، خو هغه وایي چې د دې سیند اوبه دومره زیاتې اړول شوې دي چې اوس په وچېدو دی:

"موږ په پښتونخوا کې ډېر ډېمونه پرې جوړ کړل، همدغه شان په افغانستان کې هم ډېمونه ورباندې جوړ شول، مطلب دا چې افغانستان ۹۰ فیصد کابل سیند د اوبه خور او بجلۍ لپاره ځانګړی کړی دی، خو اوس افغان حکومت ۱۲ ډېمونه نور جوړوي چې ۸ به یې په کابل سیند باندې وي او دا به دغه سیند نور د وچېدو له خطر سره مخ کړي".

ډاکټر نفیس وایي د وخت په تېرېدو نه یواځې د کابل سیند اوبه کمې شوې، بلکې اوبه یې خرابې شوې هم دي، چې وایي د اوبو له کموالي سره به یې دغه خرابوالی نور هم زیات شي او پر خلکو به یې بد اغېز وشي:

"د اوبو یو اثر خو زموږ پر زراعت باندې دی، زموږ د درو ضلعو پېښور، نوښار او چارسدې درېواړو کروندې په کابل سیند اوبېږي، دا سیمې به هم وچې شي چې لوی اقتصادي تاوان دی. بل دا چې د ورسک ډېم د بجلۍ جوړولو هایډرو پاور به هم ورسره کم شي".

د کانفرنس ویناوالو ویلي، دواړه هېوادونه باید د کابل سیند اوبه په مناسبه توګه استعمال کړي چې دغه سیند وچ نه شي او ژوندی وساتل شي.

XS
SM
MD
LG