لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګلالۍ اسماعیل: زه په شخصي ضمانت خوشې شوم خو نوم مې اې سي ایل ته اچول شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ټولنیزه فعاله ګلالۍ اسماعیل نن د پاکستاني چارواکو له خوا تر نیول کېدو شاوخوا اته ګنټې وروسته بیرته په شخصي ضمانت خوشې کړل شوې ده.

ګلالۍ تر را خوشي کېدو وروسته له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې د جمعې په سهار وختي د پاکستان پر وخت د اوو بجو په شاوخوا کې چې اسلام اباد هوایي ډګر ته ورسېده، نو د تحقیقاتي مرکزي ادارې (ایف آی اې) چارواکو پاسپورټ ځنې واخیست او ورته ویې ویل، چې نوم یې په اي سي اې کې اچول شوی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې خپل مرکز ته بوتله:

"زه یې د لنډ وخت لپاره په شخصي ضمانت خوشې کړې یم خو زه به سبا په صوابۍ کې د بېل بیفور اریسټ [تر نیول کېدو مخکې ضمانت] لپاره درخواست ورکوم".

ګلالۍ اسماعیل یوه له هغو ۱۹ کسانو ده چې د اګست پر ۱۲مه یې په صوابۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ په جلسه کې وینا کړې وه او پولیس ورباندې پر پوځ او ریاستي ادارو د تنقید مقدمه درج کړې وه، چې له هغوی څخه ۹ تنه د صوابۍ اوسېدونکي نن پولیسو نیولي دي. ګلالۍ اسماعیل د هغه ایف آی آر په اړه وایي:

"د هغه ایف ای آر په ضمني لیسټ کې زما نوم هم وو، د هغه په خاطر د صوابۍ پولیسو زما نوم په اي سي ایل کې اچولی وو، ماته وویل شول چې د صوابۍ پولیس را روان دي، ما به نیسي او د صوابۍ جېل ته به مې لېږي".

د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې اوسېدونکې ګلالۍ اسماعيل په شپاړس کلنۍ کې له خپلې خور سبا اسماعيل سره په ګډه د کلتوري تشدد او پر ښځو د ظلم په ضد د اوېر ګرلز اداره جوړه کړې وه. ګلالۍ د Seeds of Peace [د امن زړي) نیټورک جوړوونکې هم ده، چې په ۲۰۱۷م کال کې یې د انا پولیټکوسکایا په نوم د ښځو د حقونو په خاطر نړیوال ایوارډ هم ګټلی وو.

ګلالۍ اسماعیل په خپل پیغام کې ویلي، چې د دې نیول کېدل څرګندوي چې په پاکستان کې مدني ازادي څومره محدوده شوې ده. دې ویلي چې دا برید نه یواځې پر ګلالۍ اسماعیل او پي ټي ایم دی، بلکې دا پر مدني ازادۍ برید شوی دی.

ګلالۍ وایي هغه د پښتون تحفظ موومنټ کومه عهده نه لري، خو د هغوی په غونډو کې یې د پخوا غوندې د بشري حقونو لپاره ږغ پورته کړی دی، ځکه چې وایي د دې خپله مبارزه او د [ویښو نجونو] تنظیم هم د ښځو د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

د ګلالۍ اسماعیل تر نیول کېدو وروسته په پاکستان او نړۍ کې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو پر ټولنیزو رسنیو د هغې نیول کېدل په کلکو ټکو وغندل او د هغې د ژر تر ژر خوشي کېدو لپاره یې د (ریلیز ګلالۍ اسماعیل) په نوم د هېش ټېګ کمپاین وچلاوه.

له لندنه پاکستان تر ستنېدو وروسته پر اسلام اباد هوایي ډګر د پښتنې ټولنیزې فعالې ګلالۍ اسماعیل تر نیول کېدو څو ګنټې وروسته د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنېسټي انټرنېشنل هم په خپل بیړني رپوټ کې له پاکستاني چارواکو د هغې د سمدستي او بې شرطه خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG