لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره له خبرو وروسته زلمي خلیل زاد بیا اشرف غني سره لیدلي


په اسلام اباد اؤ قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې په اړوند دخبرو اترو نه وروسته افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا کابل ته رسیدلی اؤ دغلته یې افغان ولسمشر اؤ نور چارواکي دخپلو سفرونو دجذئیاتو څخه خبر کړي دي.

امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جنرنل دعوه کړې ده چې د زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ‌ په قطر کې دطالب مشرانو سره هم دسولې په اړوند مخ پرمخ خبرې کړي دي خو دامریکا یا طالبانو لخوا په رسمي ډول ددغو خبرو پخلی یا تردید نه دی شوی.

د شنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګلخانې ماڼۍ کې دافغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي اؤ افغانستان کې دسولې په روان بهیر یې ورسره تفصیلي خبرې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ څخه دخپور شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې زلمي‌خلیل زاد ویلي دي امریکا د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.

په دغه لیدنه کې د ولسمشر دوهم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم برخه لرله .

دبیان له مخې امریکایي استازي ولسمشر اشرف غني ته بیلابیلو هیوادونو ته دخپلو وروستیو سفرونو اؤ خبرو اترو په اړوند احوال هم تیر کړی اؤ ښاغلي غني دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له راپور او هلو ځلو څخه په مننې وویلد هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوو چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره وي

تر دې وړاندې په نهم اکتوبر زلمي خلیل زاد اسلام اباد ته هم سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې پاکستاني چارواکو سره لیدنو کې افغانستان کې دسولې په تامین کې دپاکستان په رول خبرې کړې وې.

افغان اؤ امریکایي چارواکي تور لګوي چې طالبان اوس هم پاکستان پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې یې پرې جنګونو ته دوام ورکړی دی.

پاکستان دامریکایي اؤ افغان چارواکو دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې دامن د ټینګښت تر ټولو زیاته ګټه هم پاکستان ته رسیږي اؤ دغلته د نا امنۍ بدې اغیزې هم تر ټولو زیاتې په پاکستان کیږي.

امریکا تیره میاشت په خټه افغان زلمي خلیلزاد افغانستان کې د سولې دخبرو پرمخ وړلو دپاره خپل استازی ټاکلی اؤ‌ هیله یې ښکاره کړې ده چې زلمی خلیل زاد به د یو افغان په توګه وتوانیږي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته اماده کړي.

کابل ته دخپل تیر سفر په مهال زلمي خلیل زاد په طالبانو اؤ افغان دولت غږ کړی ؤ چې هغوئ باید دسولې خبرو دپاره خپل استازي وټاکي خو طالبانو یا افغان دولت لا د خلیلزاد دغه غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG