لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:خلیلزاد سره مو قطر کې په سوله خبرې کړي،نورې ناستې به هم کوؤ


طالبانو منلې چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره یې په قطر کې مخ پر مخ خبرې کړي اؤ وایي دواړو خواؤ په دغه ناسته کې په دې خبره صلاح کړې چې راتلونکي کې به هم هم خپلو کې غونډو ته دوام ورکړي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل زاد د جمعې په ورځ‌ په قطر کې طالبانو سره خبرې کړي اؤ هغوي یې افغان دولت سره روغې جوړې ته رابللي دي.

د شنبې په ورځ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته پخپل یو لیږلي بیان کې ویلي د قطر په مزاکراتو کې دطالبانو دقطر ددفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړي شیخ شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین برخه لرله.

طالب ویاند ویلي دواړه خواوې دافغان جګړې دسوله ییز هواري په اړه خپلو کې غږیدلي خو دا یې نه ده واضحه کړې چې طالبانو افغان دولت سره د سولې دپاره څه شرائط مخې ته ایښي دي؟

د طالبانو استازي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د ستونزو د حل په وړاندې لوی خنډ بولي او زیاتوي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، او خپل اسلامي ارزښتونه او کلتور لري. دې ته په پام کې نیولو سره باید واقعي او افغان شموله حل لپاره دې هڅې وشي.

امریکا لا په رسمي ډول دطالبانو اؤ‌ زلمي خلیل زاد ترمینځ د لیدنې جذئیات مطبوعاتو ته نه دي ښکاره کړي.

افغانستان کې دسولې د هڅو پیل کولو راپدیخوا نزدې میاشتو کې دا دامریکايي چارواکو اؤ طالبانو ترمینځ دوهمه مخ په مخ لیدنه ده چې د افغان ستونزې په هواري پکې خبرې شوي دي.

طالبانو سره په قطر کې له خبرو اترو وروسته امریکایي استازی یو ځل بیا کابل ته رسیدلی اؤ دغلته یې افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نور لوړ پوړي چارواکي طالبانو سره دخپلو خبرو اترو نه خبر کړي دي.

دشبنې په ورځ‌ زلمي خلیل زاد سره لیدنه کې افغان ولسمشر اشرف غني دامریکا لخوا افغانستان کې د سولې هڅې ستائیلي دي.

امریکا تیره میاشت په خټه افغان زلمي خلیلزاد افغانستان کې د سولې دخبرو پرمخ وړلو دپاره خپل استازی ټاکلی اؤ‌ هیله یې ښکاره کړې ده چې زلمی خلیل زاد به د یو افغان په توګه وتوانیږي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته اماده کړي.

تر دې وړاندې په نهم اکتوبر زلمي خلیل زاد اسلام اباد ته هم سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې پاکستاني چارواکو سره لیدنو کې افغانستان کې دسولې په تامین کې دپاکستان په رول خبرې کړې وې.

افغان اؤ امریکایي چارواکي تور لګوي چې طالبان اوس هم پاکستان پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې یې پرې جنګونو ته دوام ورکړی دی.

پاکستان دامریکایي اؤ افغان چارواکو دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې دامن د ټینګښت تر ټولو زیاته ګټه هم پاکستان ته رسیږي اؤ دغلته د نا امنۍ بدې اغیزې هم تر ټولو زیاتې په پاکستان کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG