لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې د پښتون تحفظ موومنټ احتجاجي مظاهرې وشوې


واشنګټن ــــ نن د ګل- سه شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې دي. دوی په صوابۍ کې د پولیسو له خوا د ۸۸ کلن سپین ږیري فیض محمد "کاکا" په ګډون د خپل تحریک د ۹ تنه غړو د نیول کېدو او د پښتنو پر خاوره د هدفي وژنو غندنه کوله.

دوی همداراز په سوات کې د پوځي چاوڼۍ او په بکاخېل کېمپ کې د پښتنو د ځورونو هم په کلکه غندنه کوله او د خپل تحریک د یوه غړي مولانا رویدالله- چې وایي پولیسو نیولی- د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

په دغو ټولو احتجاجي مظاهرو کې شعارپاڼې هم را اخیستل شوې وې، چې پر اکثرو لیکل شوي او د احتجاج کوونکو له خوا په لوړو اوازونو پورته کېدونکي شعارونه په دې ډول وو:

"ترهګري نه منو، اغواکاري نه منو، طالبګردي نه منو، پښتون پروفایلنګ نه منو، ریاستي ترهګري نه منو، په سوات کې چاوڼۍ نه منو، ظالمانو جواب راکړئ د وینو حساب راکړئ، پر تعلیمي ادارو او کرنیزو مځکو پوځي قبضه نه منو، موږ انصاف غواړو، موږ پر خپله خاوره امن غواړو".

په ډېره اسماعیل خان کې احتجاجي مظاهرې ته د پښتون تحفظ موومنټ یوه فعال مخکښ مولانا طاهر پخپله وینا کې وویل، چې که په پاکستان کې "د پښتنو د وینو تویول بند نه شول" نو دا به ریاست ته ډېرې بدې نتیجې ولري:

"په سوات کې چاوڼۍ د څه لپاره جوړوي؟ د پښتنو خاوره او معدني ذخیرې قبضه کول غواړي. که چاوڼۍ دې جوړولای نو بیا دې اپرېشن ولې کاوه، زموږ تورسرې دې ولې بې عزته کړې، زموږ وینه دې ولې وبهوله؟".

په سوات کې احتجاجي مظاهرې ته یوه ویناوال ادریس خان له لسګونو مظاهره چیانو وپوښتل، چې په سوات کې پوځي چاوڼۍ ورته د منلو وړ ده؟ په پښتونخوا خصوصاً په سوات کې چې پر تعلیمي ادارو د پوځ قبضه دا ورته د منلو وړ ده؟ نو ټولو په یوه خوله ورته د "نامنظور نامنظور" ځواب ورکړ.

دغه احتجاجي مظاهرې په سوات، پېښور، مردان، بنو، ټانک، ډېره اسماعیل خان، شمالي او جنوبي وزیرستان، ږوب، کلاسیف الله، چمن، کوټه، کراچۍ، اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې وشوې چې په شعارونو کې یې د پښتنو پر خاوره د امن غوښتنه کوله.

په پېښور کې احتجاجي مظاهرې ته د پښتون تحفظ موومنټ یوه مشر ډاکټر سیدعالم مسید تور پورې کړ، چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې "ترهګر" په یو نوي شکل بیا را غونډ کړل شوي او په غرونو کې ساتل شوي دي:

"په جنوبي وزیرستان کې د تنګي په نوم یو غر دی هلته میس او سره زر پیدا شوي او هلته چاودنه شوې ده، نو ځایي خلکو ته یې ویلي چې تاسې ووځئ. دوی زموږ وسایل لوټي، موږ ورته وایو چې ته [پوځ] نور ووځه".

د کوټې ښار د پریس کلب مخې احتجاجي مظاهره ته د پښتون تحفظ موومنټ فعالې غړې وړانګې لوڼۍ وویل، ریاست د ۴۴۴ پښتنو په وژنه او وینو تویولو تورن پولیس افسر راو انوار نه شي نیولای، خو شهباز شریف یې د اوبو په مقدمه کې نیولی دی. وړانګې لوڼۍ په زیات کې تازه پېښو ته په اشارې وویل:

"په زیات کې تر اوسه د عام قتل ای ایف آر هم نه وو شوی دا ریکارډ پروت دی، خو اوس شپږ کسان پکې ویشتل شوي او وژل شوي دي، دا چا ویشتلي؟ مړي یې چېرې دي؟ قصور یې څه وو؟ هیڅوک هم په دې خبر نه دي".

په داسې حال کې چې دغه احتجاجي مظاهرې روانې وې، په سوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي نهه تنه غړي نن له زندانه را خوشي شول او له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل، چې دوی به بیا هم د پښتنو د حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

د ځینو پاکستاني رسنیو د خبر په اساس د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور څو ورځې وړاندې په لندن کې خبریالانو ته ویلي وو، چې پوځ له پښتون تحفظ موومنټ سره هیڅ ستونځه نه لري، خو وایي د دوی پر تګلاره اندېښنې لري. آصف غفور ویلي وو، د پي ټي ایم مشر [منظور پښتین] پاکستانی دی، چې په پوځ سکول کې یې تعلیم کړی او پوځ د هغه په خلاف هیڅ خبره نه ده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG