لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي سعودي عرب د پاکستانیانو لپاره د عمرې ټیکس ختم کړ


واشنګټن ـــ د مذهبي چارو لپاره د پاکستان د سېنټ دایمي کمېټۍ ته ویل شوي، چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان له سعودي شهزاده محمد بن سلمان السعوده غوښتي چې پر هغو پاکستانیانو لګېدلی ۲۰۰۰ ریاله ټیکس دې ختم کړي، چې هر کال عمرې ته ځي.

د نهې- سه شنبې په ورځ د سېنټ د کمېټۍ په غونډه کې د حج او عمرې په مهال د پاکستانيانو پر ستونځو خبرې وشوې. غونډې ته په وینا کې د کمېټۍ مشر مولانا عبدالغفور حیدري وویل، ګڼ شمېر داسې شکایتونه یې تر لاسه کړي، چې سعودي حکومت پر هغو کسانو ۲۰۰۰ ریاله ټیکس لګوي، چې تر یو ځل زیاتې عمرې کوي.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې ښاغلي حیدري ویلي، د ده د معلوماتو په اساس دا پر پاکستانیانو دا یو ډول امتیازي ټیکس لګېږي او غوښتنه یې وکړه چې حکومت باید په دې اړه یو څه وکړي.

خو د مذهبي چارو سیکرټر محمد مشتاق د سېنټ د کمېټۍ غونډې ته وویل، چې د سعودي حکومت د دې اضافي ټیکس مقصد د هغو ځینو کسانو مخه نیول دي چې پرله پسې عمرې کوي. د ده په وینا دا ټیکس یواځې پر پاکستانیانو، بلکې د نړۍ له هر هېواده پرله پسې عمرې ته پر ورتلونکو کسانو لګول شوی دی.

ښاغلی مشتاق وایي، د مصر او ترکي حکومتونو له سعودي حکومته غوښتنه کړې وه، چې په دوو کلونو کې تر یوې زیاتې عمرې کوونکو باندې لګېدلی ۲۰۰۰ ریاله ټیکس دې ختم کړي او غوښتنه یې ومنل شوه.

د مذهبي چارو سیکرټر وایي دا معامله یې په اسلام اباد کې له سعودي چارواکو سره شریکه کړې وه او د وزارت په وړاندیز وزیراعظم عمران خان له سعودي شهزاده د دې ټیکس د ختمولو غوښتنه وکړه، چې وایي هغه ومنله او سعودي به ډېر ژر په دې اړه اعلان وکړي.

د سېنټ د کمېټۍ په غونډه کې ځینو سنېټرانو له سعودي عربستانه د وزیراعظم عمران خان پر دې غوښتنه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا به یواځې ځینو هغو شتمنو خلکو ته ګټه ولري، چې غواړي هر کال عمره وکړي.

د سعودي حکومت لا تر دې مهاله په رسمي توګه اعلان نه دی کړی، چې د پرله پسې عمره کوونکو پاکستانیانو لپاره یې د عمرې ۲۰۰۰ ریاله ټیکس ختم کړی دی که نه.

ځینې سرچینې د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزارت له خولې وایي، چې سږ کال یې ۴۲۱۴۱۱ کسانو ته د عمرې لپاره ویزې ورکړې دي. وایي په هغوی کې تر ټولو زیات شمېر د پاکستانیانو دی چې ۸۲۱۶۹ کسانو ته یې ویزې ورکړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG