لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:پاکستان ته به خپلې زړې افغان تګلارې نه لاس اخستل وي


امریکا ویلي که چرې پاکستان غواړي چې امریکا سره دوه اړخیزه اړیکې ښې کړي نو ددې دپاره به ورته دافغانستان په هکله خپلې پخوانۍ تګلارې نه لاس اخستل وي .

پاکستان دپاره دامریکا دبهرنیو چارو ددفتر سرپرست مرستیال سکتر هنري انشر واشنګټن کې یوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي پاکستان به تر هغې دفشارونو لاندې ساتل کیږي تر څو چې یې خپله افغان تګلاره بدله کړې نه وي.

نوموړي زیاته کړې ده چې دعمران خان نوی حکومت که افغانستان دپاره داسې یوه تګلاره جوړه کړي چې هغه دامریکایې سوچ سره یو شان وي نو دا به پخپله دپاکستان په ګټه هم وي.

په دغه موقعه امریکایي چارواکي دپاکستان دا دعوې هم رد کړي چې ګنې دپاکستان زمکه د ترهګرۍ دموخو دپاره نه کارول کیږي.

هنري انشر وویل “په حقیقت کې مونږ وینو چې پاکستان ځېنې ګامونه اخستي خو داسې غوڅ ګامونه مو نه دي لیدلي چې ترهګر به دپاکستان دخاورې څخه استفاده نه کوي”

هغه دا هم وویل چې پاکستان دخبرو میز ته دطالبانو په کښېنولو څه نتیجه نه شي ورکولی خو یو ګټور رول ضرور لوبولی شي.

امریکایي چارواکي وویل پاکستان د دوه اړخیزه اړیکو ښه کولو اؤ‌ دامن دټینګښت په کار کې ملګری جوړیدی شي اؤ که دغسې وکړي نو دا به د دواړو هیوادونو په ګټه وي

دپاکستان اؤ امریکا اړیکې د روان کال دپیل راهسې زیاتې خړې شوي دي اؤ واشنګټن په اسلام اباد خپلې ټولې پوځي مرستې تړلې دي.

امریکا اؤ افغانستان تورونه لګولي چې پاکستان طالبان پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې د نا امنۍ روان بهیر دافغان دولت خپله کمزوري ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG