دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي افغانستان کې دبشپړ امنیت تر ټینګیدلو پاکستان نه غواړي چې امریکایي اؤ ائتلافي ځواکونه له دغه هیواد څخه اوځي.
دا لمړی ځل دی چې پاکستان افغانستان کې دائتلافي ځواکونو دموجودیت په اړوند خپل غوڅ نظر ښکاره کړی دی.
د زیارت په ورځ رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په ترڅ کې دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي تر کومې افغانستان کې امن نه وي ټینګ شوی دغلته نه دبهرنیو ځواکونو د وتلو سره به امنیتي ستونزې نورې هم سیوا شي.
هغه وویل وړاندې هم افغان ستونزه لا په بشپړ ډول نه وه هواره شوې اؤ نړۍ افغانستان ته شا کړه چې دهغې نه زیاتې ستونزې وزیږیدلې اؤ دغو ستونزو تر ټولو زیات پاکستان اغیزمن کړو اؤ اوس که بیا دغسې کیږي نو افغانستان کې به امنیتي ستونزې نورې هم زیاتې شي.
پاکستان افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو د موجودیت دا ملاتړ په داسې حال کې ښکاره کړی چې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي خو طالبان وایي چې دسولې دخبرو دپاره اړینه ده چې ټول بهرني ځواکونه دافغانستان څخه اوځي.
د بهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل پاکستان ډير د پخوا راهسې دریځ لري چې دافغانستان ستونزه پوځي هواری نه لري اؤ په دې خبر افغان دولت اؤ امریکا هم پوهه ده.
امریکا اؤ افغانستان د تیرې یوې نیمې لسیزې څخه په پاکستان تورونه لګوي چې افغانستان کې جګړو ته د دوام ورکولو په موخه طالبانو سره د وسلو اؤ پیسو مرستې کوي اؤ هم ددغو تورونو په اساس سږکال واشنګټن په اسلام اباد خپلې ټولې پوځې مرستې هم تړلي دي.
څیړونکي وایي دامریکا اؤ نړیوالې ټولنې لخوا دا مهال پاکستان دسختو فشارونو لاندې راغلی چې طالبان باید افغان دولت سره خبرو ته اماده کړي خو پاکستان وایي چې افغانستان کې امن دپاکستان پخپله ګټه دی اؤ هڅه به وکړي چې د افغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ روغه جوړه کې کردار ترسره کړي.