لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د کندهار د والي د دفتر د ډزو او جنرل رازق د وژنې ذمه واري‌ ومنله


د کندهار د والي په دفتر کې په نننۍ غونډه کې د ډزو په نتیجه کې د کندهار د پولیسو مشر جنرل رازق، د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومنت حسېنخېل او یو خبریال سلیم خان وژل شوي او د دوو امریکایي چارواکو په ګډون ځینې افغان چارواکي پکې ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي چې په ډزو کې د کندهار والي زلمی ویسا هم وژل شوي خو افغان چارواکو دا خبر نه دی تایید کړی او وایي چې ښاغلی ویسا سخت ټپي دی او د درملنې لپاره یوه امریکایي روغتون ته وړل شوی.

په پېښه کې همدارنګه د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي هم ټپي شوی دی.

رویټرز خبري ایجنسۍ لیکي چې د والي په دفتر کې د افغان چارواکو او په افغانستان کې د نېټو د مشر جنرل سکاټ میلر تر منځ د خالي- شنبې د ورځې د پارلمانو ټاکنو د امنیت په اړه غونډه وشوه او تر هغه وروسته هلته ډزې وشوې.

په افغانستان کې د نېټو ځواکونو دفتر په پېښه کې د دوو امریکایانو ټپي کېدل تایید کړې، چې وایي درملنه یې روانه ده خو وایي جنرل سکاټ میلر ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

دا تر اوسه څرګنده نه ده چې ډزې چا کړې، خو رویټرز ایجنسۍ وایي چې ډزې پخپله د افغان امنیتي ساتونکو له خوا شوې او ویل کېږي چې د والي د دفتر یوه محافظ ډزې کړې دي، خو دا خبره تر اوسه افغان چارواکو نه ده تایید کړې.

وسلوالو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل تایید کړي او د پېښې ذمه واري یې منلې ده. طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د برید هدف یې جنرل رازق او جنرل سکاټ میلر وو.

د کندهار د پولیسو پر وژل شوي مشر جنرل رازق باندې په تېرو کلونو کې هم په وار- وار وسلوالو طالبانو وسلوال او ځانمرګي بریدونه کړي وو، چې دوه ځله پکې ټپي شوی هم وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG