لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې روانو ټاکنو ته د نړیوالو او پاکستاني سياستوالو څرګندونې


په افغانستان کې نن په روانو پارليماني ټاکنو کې د خلکو برخې اخيستو ته د ملګرو ملتونو مشر او پاکستاني سياستوالو نېکې هيلې څرګندې کړي او د ټاکنو ورځ يې د افغانستان دپاره د غټې ورځې په نوم ياده کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګېټرس په افغانانواو ټولو فريقېنو غږ کړی چې د ائيني لارې د ووټ حق وکاروي، او د ټاکنو په مهال د تشدد مخه ونيسي.

د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټرې شېرې رحمان په افغانستان انتخابات د دغه هېواد دپاره غټه ورځ ويلې ده.

شېري رحمان د ټاکنو بهير په سوله ييز ډوله ترسره کېدو دپاره نيکې هيلې څرګندې کړي دي.

د عوامې نيشنل ګوند بشری ګوهر په ټویټر ويلي،

"د افغان مېرمنو رايو اچوؤنکو دپاره نور توان، د سولې او جمهوريت دپاره د افغانانو مبارزه، د کال ۲۰۱۸م انتخابات".

د نوبېل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ پلار د تعليم مبارز ضیاالدين یوسفزۍ په افغانستان کې د پارليماني انتخاباتو دپاره نيکې هيلې وړاندې کړي او دعا يې غوښتې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني د خطرو باوجود په افغانستان کې د ټولټاکنو په برابرولو د ملي امنیتي ځواکونو او د ټاکنو د کمېسون مننه کړې ده.

نوموړي ویلي "نن مونږ ثابت کړه چې مونږ جمهوریت غواړو. مونږ د ويرې پرته رايې ورکوؤ او قرباني ورکوؤنکو ته عزت ورکوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG