لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخزانې وزیر: پاکستان وروستي ځل دپاره ائ ایم ایف څخه پور غواړي


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان له دې وینا نه یوازې دوه ورځې وروسته چې کیدی شي پاکستان دخپلو اقتصادي ستونزو راکمولو دپاره د نړیوالې مالیاتې ادارې ائ ایم ایف څخه پور ونه غواړي ددغه هیواد دخزانې وزیر اسد عمر ویلي چې پاکستان د ائ ایم ایف څخه پور اخلي.

د خالي په ورځ کراچۍ کې یوې دستورې ته خپله وینا کې دخزانې ښاغلي اسد عمر ویلي په پاکستان کې سرمایه ګزاري کول ډیره ګرانه کړل شوې ده اؤ د ټیکسونو له امله سرمایه ګزاران په خلاص مټ خپله پیسه نه لګوي خو حکومت به سرمایه کارو ته ماحول برابروي.

هغه وویل دا مهال پاکستان کې د کرنټ یا تازه اکاوننټ خساره د دوه نیمو ډالرو څخه ۱۸ اربو ډالرو ته لوړه شوې ده اؤ هیواد په چټکتیا سره د دیوالیه کیدلو لوري ته روان ؤ خو اوس نوی حکومت په وروستي ځل ائ ایم ایف نه پور اخلي تر څو په ستونزو قابو وموندل شي.

دخزانې وزیر دا هم وویل چې په راتلونکو اوو یا اتوؤ میاشتو کې به د ډالر نرخ ۲۶ یا ۲۷ فیصده وغورځیږدي اؤ حالات به تر ډیره حده سم شي.

پاکستان دا مهال د سخت اقتصادي کرکیچ سره مخ دی اؤ څیړونکي وایي چې په اخستو پورونو دسود خلاصولو پیسې هم ورسره نشته .

د نوي حکومت جوړیدو نه وړاندې عمران خان د بهرنیو پورونو اخستلو سخت مخالفت کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ که هغه وزیراعظم جوړ شو نو ځان به ووژني خو دبهرنه به پورونه وانه خلي خو اوس حکومت وایي اقتصاد په پښو ناست دی اؤ دملکي چارو پرمخ وړلو دپاره ائ ایم ایف نه نوي پورونه اخستل اړین دي.

د اسلام اباد په سفر دائ ایم ایف دتللې ډلې د اندازو ترمخه پاکستان ته دا وخت د ۱۰ نه تر ۱۲ ارب ډالرو ضرورت دی چې د ملک اقتصاد مخ په وړاندې بوځي.

ائ ایم ایف ویلي پاکستان د مالي خسارې او مخ په ښکته تلونکو زرمبادله ذخیرو په شمول د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په پاکستان يې د ګیس او بجلۍ قیمتونو نور سېوا کولو غږ کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG