لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طیب اردوان: سعودي خبریال دمنصوبې لاندې قونصلګرۍ کې وژل شوی


دترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي سعودي صحافي خبریال جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي عرب د قونصلګرۍ دننه دپلان شوې منصوبې لاندې وژل شوی دی.

پارلیمان ته خپله وینا کې دترکي صدر ویلي د خبریال جمال خاشقجي د وژنې منصوبه په ۲۹م ستمبر جوړه کړل شوې وه اؤ دهغه د وژنې دپاره د۱۵ؤ کسانو دوه ځانګړې ډلې په دریوؤ بیلابیلو جهازونو کې استنبول ته رارسیدلې وې.

نوموړي وویل استنبول ته چې کله دغه ډلې راورسیدلې نو په بله ورځ یې جمال خاشقجي رابللو اؤ دغو ۱۵ؤ کسانو دقونصلګرۍ د دریوؤ چارواکو سره په ګډه خاشقجي وژلو.

هغه وویل د سعودي خبریال د مړي په هکله بیلابیلې څرګندونې مخې ته راځي باید سعودي سپیناوی وکړي چې دهغه مړی چرته دی؟

هغه وویل د سعودي نه ورغلو ۱۵ کسانو د نزدې ځنګل ایلوا څخه هم لیدنه کړې ده اؤ مونږ اندېښنه لرو چې دوئ به دجمال خاشقجي مړی هم دغلته پټ کړی وي.

طیب اردوان وویل د ترکي چارواکو د مړي موندلو دپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلي دي.

صدر اردوان وویل په کوم وخت چې خاشقجي د قونصلګرۍ دننه وژل کیدلو نو دغه دوه ځانګړې ډلې هم د قونصلګرۍ دننه موجودې وې.

هغه وویل د ویانا کنونشن په اساس سفارتخانو ته استثنا ترلاسه وي ځکه د ترکي چارواکي قونصلګرۍ ته نه دي ورننوتلي.

نوموړي وویل دسعودي خبریال د وژنې پرمهال د قونصلګرۍ امنیتي کیمرې هم بندې کړل شوې وې.

هغه وویل د جمال خاشقجي د وژنې به له هر اړخه پلټنې کیږي اؤ د هغه وژونکي به دانصاف محکمه کې ودرولی شي .

امریکا کې له خپله انده د جلا وطنۍ ژوند تیروونکی سعودي خبریال په دوهم اکتوبر استنبول کې دترکي کونسلګرۍ ته د ویزې ترلاسه کولو دپاره ننوتلی ؤ چې له هغې وروسته مړ ژوندی لا درکه ؤ.

دترکي چارواکو دعوه کوله چې دسعودي حکومت د کړنو سره مخالف خبریال جمال خاشقجي د قونصلګرۍ دننه وژل شوی خو سعودي په لمړي سر کې ددې تورونو منلو نه انکار کولو اؤ وروسته یې بیا دنړیوالې ټولنې په فشار ومنله چې خبریال خاشقجي دقونصلګرۍ دننه دنښتې په مهال په خطا وژل شوی دی.

مال خاشقجي د سعودي عرب په مدينه ښار کې يه يوه مالداره او مشهوره کورنۍ کې زېږېدلی وو.

نوموړي په ۱۹۸۳م کې د امريکا نه په خبریالۍ (جرنلزم) کې ډګري ترلاسه کړې وه او له هغې وروسته يي په سعودي عرب کې په يو شمېر ځايي او نړيوالو اخبارونو کې کار کړی.

خبريال جمال خاشقجي به وخت په وخت د سعودي عرب په حکومت او په ځانګړي ډول په شهزاده محمد بن سلمان نيوکې کولې.

نوموړی یو کال وړاندې د سعودي عرب د حکومت له وېرې امريکا ته تللی ؤ او هلته يي په خپله خوښه د جلاوطنۍ ژوند کولو او له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره يې دنده هم ترسره کول

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG