لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان ته وایم د جنرال رازق قاتلان راکړئ چې محاکمه یې کړو


دافغانستان ولسمشر محمدا شرف غني د جنرال عبدالرازق له کورنۍ سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ په هدف کندهارته له رسیدو وروسته جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دجنرال عبدلرازق او دنورو افغان چارواکو دبرید پلان په پاکستان کې جوړشوی ؤ.

نوموړي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې مجرمان ورته دمحاکمه کیدو لپاره ورسپاري.

اشرف غني وویل"پاکستان ته وایم چې توطیه په پاکستان کې شوې،مجرمان راکړئ چې مونږ یې محاکمه کړو،هررنګه بین المللي هئیت چې منئ را دې شي چې څیړنه وکړي چې مونږ په حقه یو یا نور په حق دي"

اشرف غني د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل نن په میلیونونو افغانان د جنرال عبدالرازق لار تعقیبوي او نړیوال ترهګر به له افغانانو څخه په ارامه نه پاتې کیږي.

هغه وویل"لومړی نړیوالو ترهګرو ته دافغانستان مقدسه خاوره به مو ګورشي نه کور،که تاسي فکرکوئ چې رازق مړده په ملیونو افغانان نن رازق دي او تاسې به ورڅخه ارام ونه کړئ"

اشرف غني په کندهار کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې دجنرال عبدالرارق او دهغه دملګرو غچ به له خپلو د ښمنانو اخلي.

نوموړي ویلي "دلته تشه نه راځي کندهاریان یولاس او یوموټي دی او دښمن ته ځواب ورکوي ترهغې چې اغچ یې نه وي اخیستی په ارامه نه شي پاتې کیدلی"

اشرف غني ویلي جنرال عبدالرازق ته یې دسترجنرالی رتبه منظوره کړې ده ،دکندهار دپولیسو دروزنې مرکز د سترجنرال عبدالرازق په نوم مول شوی او په وینا یې دخپلواکۍ د اتل شهید سترلقب به سترجنرال رازق خان ته ورکول کیږي.

محمد اشرف غني کندهار کې د ځايي چارواکواو قومي مشرانو ته په خبرو کې وویل چې دافغانستان خلک په خپله خاوره هیچاته د اغزن سیم غځیدو ته اجازه نه ورکوي.

ترجمه"هغه افتخار چې تاسې جنرال عبدالرازق ته ورکوئ دافغانستان ملي یووالی ،زمونږ ملي ژمنتیا چې د دې پاکې خاورې د دفاع او په دې خاوره داغزن سیم د غځیدو دمخنیوي لپاره دی"

اشرف غني ویلي ،په افغانستان کې دناټوځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د جنرال عبدالرازق له نږدې ملګرو څخه و.

نوموړی وايي سکاټ مېلر او د امریکا د جمهور ريیس مرسیتال دکندهارد رامنځته شوې پیښې په تړاو یې دافغانستان د خلکو او دجنرال رازق له کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي ښودلې ده.

دکندهار امنیه قومندان جنرال عبدالراق دتیرې پنجشنبې دهغې امنیتي غونډې په پای کې چې ګن شمیر افغان امنیتي چارواکو او دناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلرهم په کې ګډون درلود د والي زلمي ویسا دیو ساتونکي لخوا په شوی برید کې وژل شوی ؤ.

په دې برید کې دملي امنیت د رییس عبدالمومن په ګډون دکندهار د ځايي ادارې یوشمیر نور افغان مشران وژل شوي او همداراز د دې ولایت والي زلمی ویسا او دناټو ځواکونود یوتن جنرال او دهغه یوبل ساتونکی ټپیان شوي دي.

تیره ورځ دافغانستان دملي امنیت رییس معصوم ستانکزي دخبري غونډې پرمهال وویل چې پرجنرال عبدالررازق او پرنورو افغان چارواکو دبرید پلان د ډیورنډ کرښې پورې غاړې جوړ شوی ؤ.

دپاکستان حکومتي چارواکو دافغان حکومت د دې څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي خو له پیښې له رامنځته کیدو یوه ورځ وروسته دپاکستان صدراعظم عمران خان او دهغه هیواد دفاع وزارت دغه پیښه غندلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG