لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وایي په صوبه کې یې ۱۳۰۰ سکولونه غیرفعال او تړلي دي


واشنګټن ـــ د بلوچستان حکومت منلې چې په دې صوبه کې تر ۱۳۰۰ زیات سرکاري سکولونه د استادانو د غیرحاضرۍ او نورو سببونو له امله غیرفعال او تړلي دي، خو د تعلیم ځینې کارپوهان دا شمېر تر دې زیات یادوي.

د تعلیمي چارو کارپوه رفیع الله کاکړ د مشال رېډیو خبریال ایوب ترین ته ویلي، شاوخوا ۶۰۰ داسې سکولونه هم شته چې د جوړېدو رسمي منظوري یې نه ده ورکړل شوې ځکه نو استادان پکې نه شته او تړلي پاته دي. کاکړ وایي تېر حکومت سلګونه نوي سکولونه جوړ کړل خو د تکړه استادانو په لګولو کې ناکامه شو.

د دې خبرې انکشاف په هغه غونډه کې شوی چې په دې وروستیو کې د بلوچستان د تعلیم د سیکرټري نورالحق بلوچ په مشرۍ شوې او د ټولې صوبې د تعلیم ضلعي افسرانو پکې ګډون کړی وو.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د رپوټ له مخې په دغو تړلیو سکولونو کې پرایمري، مډل او های سکولونه شامل دي، چې یواځې ۲۵۰ سکولونه په مرکزي ښار کوټه او پښین ضلع کې غیرفعال او بند موندل شوي دي.

په دې غونډه کې ویل شوي چې دغه سکولونه له څو کلونو راهیسې د حکومت د غفلت او د استادانو د غیرحاضرۍ له امله تړل شوي دي او ډېر داسې سکولونه هم شته چې ودانۍ یې نوې جوړې شوې دي خو استادان پکې په کار نه دي ګومارل شوي.

په بلوچستان کې د تعلیم لپاره کارکوونکې ځینې غیرسرکاري ادارې او د تعلیمي چارو کارپوهان دعوه کوي، چې په صوبه کې د غیرفعالو سکولونو شمېر تر دې هم زیات دی. خبریال او څېړونکی سیدعلي شاه وایي، که سمه سروې وشي نو له درې تر څلورو زرو پورې سکولونه په بلوچستان کې تړلي دي.


د بلوچستان د تعلیم سیکرټري نور الحق بلوچ د سکولونو د بندېدو علت هم د استادانو نشتوالی بولي او وایي، د تړلو سکولونو لپاره یې د نویو استادانو د لګولو کار په وروستیو مراحلو کې دی، کله چې نوي استادان واخلي نو ژر به دغه سکولونه بیرته فعاله کړي.

د یوې اندازې له مخې په بلوچستان کې ۱۳۰۰۰ ابتدایي، مډل او های سکولونه دي، خو په دې صوبه کې سکولونو ته د استادانو غیرحاضري یوه لویه ستونځه ګڼل کېږي چې تېر صوبایي حکومت یې هم د حل کولو لپاره د هڅو دعوه کړې وه.

رپوټونه وایي چې په بلوچستان کې شاوخوا دوه میلینه (۲۰ لکه) ماشومان له تعلیمه بې برخې دي، چې ځینې یې د کورنیو د غفلت له کبله سکولونو ته نه ځي او ځینې پخپلو سیمو کې د تړلو سکولونو له امله تعلیم نه شي کولای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG