لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د سعودي او یمن تر منځ د شخړې په هواري کې د منځګړي کردار تر سره کوو


واشنګټن ـــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن په خپله ځانګړې وینا کې د پاکستان ولس ته دوه زېري ورکړل، چې یو د سعودي عرب له خوا پاکستان ته د ۳ ارب ډالرو د تېلو پور ورکول وو او بل د سعودي او یمن تر منځ د منځګړي کردار ادار کول وو.

عمران خان پخپله وینا کې وویل، په یمن کې د روانې جګړې له امله نه یواځې یمن او سعودي ناارامه دي بلکې ټوله اسلامي نړۍ ورسره ناارامه ده او د ده حکومت به د دې جګړې په ختمولو کې خپل کردار تر سره کوي:

"موږ پوره کوشش کوو چې په څه نه څه شکل د منځګړي کردار تر سره کړو، په یمن او نورو شاوخوا ملکونو کې چې شخړې روانې دي پاکستان به د دغو د ختمولو لپاره هڅې کوي او د مسلمانو هېوادونو د سره را نیژدې کولو هلې ځلې به کوي".

د یمن او سعودي د شخړې د هواري په اړه وزیراعظم عمران خان د خپل ګوند تحریک انصاف پر ټویټر پاڼه ټویټ هم کړی، چې ځینو خلکو ستایلو او ځینو ورباندې کلکې نیوکې کړې دي. د اشر انیل په نوم یو تن ورته په ځواب کې لیکلي:

"سوالګر وزیراعظم د درې ارب ډالرو پور په بدل کې د سعودي عرب لپاره پاکستان د یمن د جګړې اور ته ور پورېواهه".

عمران خان د وزیراعظم په توګه تر انتخابېدو وروسته سعودي عربستان ته لومړی سفر په تېره سټمبر میاشت کې کړی وو او هلته یې له (الاخباریة) ټیلیویژن سره په مرکه کې د دې پوښتنې- چې که هوثي یاغیان پر سعودي برید وکړي نو پاکستان به د چا ملګرتیا کوي- په ځواب کې ویلي وو:

"د پاکستان دریځ په دې برخه کې څرګند دی، موږ به هیچاته پر سعودي عرب د برید اجازه ور نه کړو، موږ به له سعودي عرب سره درېږو، خو زه وایم چې دا ټوله شخړه د سیاسي خبرو له لارې هوارېدای شي".

د خوراک نړیوالې ادارې (ډبلیو ایف پروګرام) په دې وروستیو کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې په یمن کې د وروستیو شخړو له امله پراخ خوراکي بحران پیدا شوی، چې له کبله یې شاوخوا اته میلینه خلک د خوراک له نېستۍ سره مخ دي او شاوخوا څلور میلینه نور هم د خوراک د بحران له خطر سره مخ دي.

ملګري ملتونه وایي، د ۲۰۱۵م کال له مارچ میاشتې راهیسې د سعودي عرب په مشرۍ ګډ اتحاد چې د یمن د حکومت په ملاتړ پر هوثي یاغیانو هوایي بمبارۍ پیل کړې، تر اوسه پورې شاوخوا 16,000 عام خلک پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي چې وایي زیاتره یې ماشومان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG