لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ټي ایم: "زما د خور او مېرمنې دې هغسې عزت وشي څنګه چې د یو پنجابي د خور او مېرمنې کېږي"


واشنګټن ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نورو جلسو غوندې د اکتوبر د ۲۸مې د جلسې لپاره د بنو ښار په ګډون په شاوخوا کلیو او سیمو لکي مروت، نورنګ، کرک، شمالي او جنوبي وزیرستان او پر ټولنیزو رسنیو پراخ کمپېن پیل کړی او د ټولنې د هرې طبقې خلکو ته بلنه ورکوي چې د اتوار د ورځې په جلسه کې ګډون وکړي.

پر ټولنیزو رسنیو په عکسونو کې لیدل کېږي چې د دې تحریک دوه مشران او د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ هم په کمپېن بوخت دي او خلکو ته د جلسې خبرپاڼې ورکوي، د دې تر څنګ د پښتونخوا له نورو سیمو او د بلوچستان له پښتني سیمو هم ګڼ شمېر ځوانان او پېغلې تر جلسې مخکې په کمپېن بوخت لیدل کېږي.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ د پښتون تحفظ موومنټ پلویانو غوښتل چې د خپل کمپېن په ترڅ کې بنو کالج ته ورشي او په ټولو کلاسونو کې زده کوونکو ته خپله وینا وکړي او جلسې ته ور وبولي خو دوی ته اجازه ور نه کړل شوه.

د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د بنو جلسې د کمپېن په مهال.
د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د بنو جلسې د کمپېن په مهال.

د تحریک فعالې غړې ثناء اعجاز د کالج په منځ کې را غونډو سلګونو پلویانو ته په وینا کې وویل، دوی له خلکو غواړي چې د خپلو حقونو په سوله ییزه مبارزه کې یې ور شریک شي:

"موږ د عزت ژوند داسې غواړو څنګه چې یو پنجابي ته حق حاصل دی، موږ غواړو زموږ کشران دې هغسې ژوند وکړي چې څنګه یې د یو پنجابي کشر کوي، موږ غواړو زما د خور او مېرمنې دې هغسې عزت وشي چې څنګه د پنجابي د خور او مېرمنې کېږي".

د دې تحریک پلویان شکایت کوي چې ریاستي ادارې ورته د دوی د نورو جلسو غوندې خنډونه جوړوي. پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د جلسې میدان ته اوبه ور پرېښوول شوې دي، خو دوی وایي چې دا ډول خنډونه د دوی د جلسې مخه نه شي نیولای.

په یوه ویډیو کې د بنو اوسېدونکې یوه سپین سرې ښځه لیدل کېږي چې د بنو د جلسې اشتهار یې په لاس کې نیولی او د منظور پښتین عکس ورباندې جوړ دی. دغه مېرمن وایي په ناروغه صورت د سوات جلسې ته هم تللې وه او له خلکو غواړي چې د بنو په جلسه کې هم ګډون وکړي:

"په تیارو کې له پښتنو سره ډېر ظلم وشو، په کار دی دوی خپل حق وغواړي چې له موږ سره ولې ظلم کېږي، خلک دې جلسې ته خپلې ښځې او بچي هم راولي".

د پاکستان د شخصي ټیلیویژن جیو د خبر په اساس د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور په وروستیو کې په لندن کې خبریالانو ته ویلي وو،‌ چې "پښتون تحفظ موومنټ نور غټ اجتجاجونه او جلسې نه شي کولای"، خو د غورځنګ مشران دعوه کوي چې د اتوار- یکشبې د ورځې په جلسه کې به یې تر پخوا هم زیات خلک ګډون وکړي.

د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ د بنو جلسې خبرپاڼې وېشي.
د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ د بنو جلسې خبرپاڼې وېشي.

د پښتون تحفظ موومنټ مشران وایي د بنو ضلعي چارواکو ته یې درخواست ورکړی، چې پکې یې د جلسې د اجازت تر څنګ ورڅخه د امنیت لپاره د پولیسو او پر جلسه ګاه باندې د امنیتي دروازې د لګولو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دوی ته د جلسې رسمي اجازت ورکړل شوی دی که نه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د زیارت- پنجشنبې په ورځ د ډیوه رېډیو په (هیلو وي او اې) پروګرام کې وویل، دوی د پاکستان ریاست ته په وار- وار وړاندیز کړی چې د دوی د غوښتنو لپاره دې د حقایقو او مفاهمت کمېشن جوړ کړي او د پښتنو د ټولو غیرعدالتي وژنو پلټنه دې وشي خو وایي که یې جوړ نه کړي نو ډېر ژر به دوی بیا یو ځل په اسلام اباد کې دومره لوی احتجاجي پرلت پیل کړي چې ټول پایتخت به ونیسي.

یوه معذوره تن په بنو کې د ۲۸م اکتوبر د جلسې خبرپاڼې پر دېوال نښلوي.
یوه معذوره تن په بنو کې د ۲۸م اکتوبر د جلسې خبرپاڼې پر دېوال نښلوي.

XS
SM
MD
LG