لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له چمن سره پاک افغان پوله به په کندهار کې د ټاکنو په خاطر سبا تړلې وي


د امنیت د ټینګښت په خاطر به د افغانستان په کندهار ولایت کې د پارلماني ټاکنو له امله سبا د چمن او سپین بولدک تر منځ وېش پوله د یوې ورځې لپاره د هر ډول تجارتي لاریو د تګ راتګ لپاره تړلې وي.

د اکتوبر د ۲۰مې د ټاکنو په مهال هم د چمن او سپین بولدک تر منځ پوله دوې ورځې تړل شوې وه. د چمن تاجران وایي د پولې هر وخت تړل کېدو د دوی تجارت زیات اغېزمن کړی دی.

د پاکستان او افغانستان د صنعت او تجارت د خونې مرستیال انجینېر داروخان اڅکزی وایي، پوله چې کله یوه ورځ بنده شي نو د دواړو غاړو تاجران په کروړونو روپۍ تاوان وکړي، ځکه چې وایي پاکستان د افغانستان د تازه مېوو غټه منډۍ ده، چې پوله وتړل شي نو د تازه مېوه تاجران له ستونځو سره مخ شي.

په چمن کې د ملېشه ځواکونو سیمه ییز مشر کرنل شبیر جنجوعه وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې دا پرېکړه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو په ګډ تفاهم شوې ده، چې وایي مقصد یې له افغان ځواکونو سره د سبانیو ټاکنو د امنیت په ټینګښت کې مرسته کول دي.

کرنل جنجوعه وایي، د خالي- شنبې په ورځ به یواځې پیاده خلکو ته تر پولې یوې بلې خواته د اوښتو اجازه وي، خو نور هیڅ ډول تجارتي لاریو، افغانستان ټرانزټ او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره سامان وړونکو ټرکونو ته به د تګ اجازه نه وي.

د چمن د ګمرکاتو (کسټم) مشر عمېر اشرف وایي، دا مهال د کندهار د انارو سېزن دی او هره ورځ له زر څخه تر ۱۵۰۰ ټنه پورې انار یواځې د چمن له لارې پاکستان ته راوړل کېږي، د دې تر څنګ د افغانستان وچه مېوه هم هره ورځ په زیاته اندازه پاکستان ته راځي چې وایي د پولې یوه ورځ تړل کېدل دغه کاروبار ته زښت ډېر زیان رسوي.

د افغانستان په نورو ولایتونو کې پارلماني انتخابات د اکتوبر په ۲۰مه وشول خو په غزني او کندهار ولایت کې دغه ټاکنې ځنډول شوې وې. په کندهار کې د اکتوبر په ۱۸مه د ګورنر په دفتر کې د ترهګرۍ برید د ټاکنو د ځنډ سبب شو، چې د ولایت د پولیسو مشر جنرل رازق او د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومن حسېنخېل پکې و وژل شول.

XS
SM
MD
LG