دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن دیکشنبې په ورځ دیو پلاوي په مشرۍ هلمند ته رسیدلی چې د رسیدلو سره سم یې دهلمند په مرکز لښکر ګاه توغندوي برید شوی.
امنیتي سرچینې وایي په سمدستي ډول دغه برید کې د اوښتو زیانونو په اړوند بشپړ احوال مخې ته نه دی راغلی.
تر دې وړاندې روانه میاشت غزني ته هم د ولسمشر اشرف غني د سفر په مهال راکټي بریدونه شوي وؤ خو په دغو بریدونو کې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.
هلمند کې د شوي توغندوي برید په اړوند لا امنیتي اؤ حکومتي چارواکو خپل دریځ نه دی څرګند کړی اؤ نه هم تر دې دمه ددې برید پړه چا پر غاړه اخستې ده.
له دیکشنبې په ورځ د کابل د صدارتي ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی شوي چې ولسمشر اشرف غني او ورسره پلاوی به په دې سفر کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د وژل شویو نوماندانو عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي دکورنۍ له غړو سره د غمشریکي د څرګندولو ترڅنګ دهلمند ولایت امنیتي حالت ارزونه هم کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټاکل شوې محمد اشرف غني به همداراز په دې سفر کې د دې ولایت له ځايي مشرانو ،علماو ،ښځو ،ځوانانو ،دپوهنتون استادانو ،دمدني ټولو له استازو سره جلاجلا لیدنې او ناستې ولري.
دخبري سرچنې له مخې جمهور ريیس محمداشرف غني به په هلمند ولایت کې دیوشمیر اقتصادي پروژو پرانسته هم کوي .