لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دطالب مشر ملا عبدالغني برادر د خوشې کولو پخلی وکړو


پاکستان په رسمي ډول د طالبانو د لوړپوړي مشر ملا عبدالغني برادر دبند څخه دخوشې کولو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دهغه ترڅنګ یو بل مهم طالب مشر ملا عبدالصمد ثاني هم له زندانه پریېښودل شوی دی.

دیکشنبې په ورځ کابل کې دپاکستان د سفارتخانې ویاند مطبوعاتو ته منلې چې دطالبانو مشر ملا عبدالغني برادر اؤ ملا عبدالصمد ثاني اوس په زندان کې نه دي.

څیړونکي وایي پاکستان دتیرو اتوؤ کالو راهسې پخپل هیواد کې بندي طالب مشر ملا عبدالغني برادر د امریکا اؤ افغان دولت په غوښتنه له بنده خوشې کړی تر څو هغه دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ په جوړجاړي کې خپل رول ولوبوي.

خو د چهارشنبې په ورځ طالبانو پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې "د ملا برادر د خلاصون په لړ کې هیڅ راز معامله او واسطه نه ده رامنځ ته شوې، یوازې دعاګانې يې د خلاصون ذریعه ده"

ملا عبدالغني برادر پاکستاني او امريکايي استخباراتي او امنيتي چارواکو په کال ۲۰۱۰م کې په کراچۍ کې په ګډو عملیاتو کې نيولی ؤ اؤ دهغې راپدیخوا په دغه هیواد کې بندي وؤ.

سرچنیې وایي روانه میاشت د پاکستان په سفر راغلي امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم پاکستاني چارواکو سره لیدنو کې له هغوئ غوښتي وؤ چې افغانستان کې دجوړ جاړي د روانو هڅو بریالي کولو دپاره باید ملا عبدالغني برادر له زندانه خوشې کړل شي.

افغانستان کې دسولې دباره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد اؤ کابل کې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو دولتي مشرانو سره د لیدنو ترڅنګ قطر کې د طالبانو سره هم مخ پر مخ خبرې کړې وې اؤ طالبانو ویلي وؤ چې ددې ناستې نه وروسته به داسې نورې ناستې هم راجوړې شي.

څیړونکي وایي اوس د ملا برادر خوشې کیدل ښایي چې په قطر کې طالب مشرانو سره دسولې دخبرو راتلونکي پړاؤ کې به دملا عبدالغني برادر پخپله ګډون مهم رول ولوبوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG