لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پوځي عدالتونو کې بې ګناه پښتنو ته سزاګانې ورکول کیږي، منظور پشتين


PTM Bannu Jalsa

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، په ملک کې جوړ, پوځي عدالتونو کې بې ګناه پښتنو ته سزاګانې اورول کیږي، او د هغې ثبوت د پېښور هايکورټ فېصله ده.

منظور پشتين نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په بنو کې راجوړې اولسي غونډې ته په وېنا کې په ملک کې جوړو پوځي عدالتونو باندې سختې نيوکې وکړې او وې ويل په دغو عدالتونو کې د خېبرپښتونخوا او قبايلي سیمو سره تعلق لرونکو بې ګناه پښتنو ته سزاګانې اورول کیږي.

هغه وويل په وروستيو کې د پېښورهايکورټ د پوځي عدالتونو څخه اورول شوې سزاګانې وځنډول شوې او دا د دغو عدالتونو ښکاره ثبوت دی چې په پوځي عدالتونو کې انصاف نه ورکول کيږي.

هغه تور ولګوؤ چې په دغو عدالتونو کې نيول شوؤ کسانو ته د خپلې دفاع دپاره د وکیل حق هم نه ورکړی کیږي.

په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د بريد وروسته په ملک کې پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي وو، او چارواکي وايي په دغو عدالتونو کې ملزمانو ته د وکيل حق ورکولی شي.

منظور پشتين وويل په قبايلي سيمو کې او په ځانګړي ډول په وزيرستان کې د ښو او بدو طالبانو لړۍ اوس هم دوام لري.

په بنو کې د راجوړې جلسې په اړوند نوموړي ادعا وکړه دا د بنو د تاريخ تر ټولو غټه جلسله ده او زیاته يې کړه دا جسله د پوځي ویاند هغې خبرې ته ځواب دی چې یې ویلي ؤ پي ټي اېم نور د غټو غونډو راجوړولو توان نه لري.

هغه وويل د ملک ټولې ادارې دې دغه جسله په خپله وګوري چې پي ټي اېم څومره جلسه کولی شي.

د پي ټي اېم مشر د غورځنګ غوښتنې تکرار کړې او وې ويل چې د دوي يوه غوښتنه نه ده منل شوې.

هغه وويل بې درکه کسان عدالتونو ته وړاندې نه کړی شو، په قبايلی سيمو، وزيرستان کې په ځمکه کې ښخ ماينونه پاک نه کړی شو، د نقيب مسيد په قضيه کې انصاف ونه شو او په پوځي چيک پوستو د خلکو زورولو لړۍ هم روانه ده.

هغه وويل رياست دې پي ټي اېم په دې نه مجبوروی چې د احتجاج نوره سخته کړي او د رښتيا مالومولو او روغې يو کمېشن دې جوړ کړي چې هر څه په ډاګه شي.

نوموړي د جلسې د ګډون والو نه سوګند واخيستو او په خپله يې وويل چې نه به خرڅيږو، نه به ټيټيږو او د هر ظلم خلاف به ودريږو.

د پي ټي اېم د تېرو جلسو په څېر د بنو په جلسه کې هم د سړو سره ښځې په ګڼ شمېر کې موجودې وې او جلسې ته په لويه شمېره کې خلکو د خپلو بې درکه خپلوانو عکسونه راوړي وو.

په بنو کې نن د اتوار په ورځ د پي ټي اېم د جلسې په مهال د موبایل او انټرنېټ سروس تړل شوی ؤ. د جلسې دپاره پوليس په ځای کړی شوي خو د غورځنګ غړو په خپله امنيت سمبال کړی و.

د پي ټي اېم په جلسه کې د خېبرپښتونخوا د بېلابیلو برخو ترڅنګ د بلوچستان صوبې د بېلابيلو برخو او قبايلي سيمو څخه خلکو په لویه شمېره کې ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG