لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انډونيشيا د مسافرو الوتکه سمندر ته غورځېدلې، ۱۸۸ تنه پکې سواره وو


د انډونيشيا د لائن ايئر شرکت د مسافرو الوتکه چې پکې د مسافرو او عملې ټول ۱۸۸ تنه سواره ؤ په سمندر کې غورځېدلې ده.

د انډونشيا چارواکو ويلي الوتکه د پلازمينې جکارته څخه د پرواز لږه شېبه وروسته غورځېدلې ده.

چارواکو ويلي په الوتکه کې ۱۸۱ مسافر چې پکې درې ماشومان هم شامل وو او د الوتکې د عملې اووه غړي سواره وو.

د لائن ائير جی ټي ۱۶۰ الوتکه د ځايي وخت ترمخه سهار په ۲۰ منټه دپاسه شپږ بجې په هوا شوې او په شل منټه دپاسه اووه بجې به خپل منزل د بنګکا بليټنګ ټاپو مرکز ته رسېدله.

چارواکو ويلي د لټون عمليات پېل کړی شوي او پلټنې کوي چې الوتکه ولې غورځېدلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG