لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیر په فون نه اورېدلو دپولیسو دمشر بدلي،کیسه سپریم کورټ ته ورسیده


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار دیو حکومتي وزیر دټیلي فون په نه اوریدلو داسلام اباد د پولیسو دمشر یا ائي جي دبدلولو له خپله انده نوټس اخستی اؤ په دغه معامله یې د هیواد د کورنیو چارو سکتر اؤ اټارني جنرل یا ستر څارنوال په سمدستي ډول محکمې ته بللي دي.

داسلام اباد دپولیسو مشر جان محمد اوړمه ورځ وروسته له هغې دخپل منصب څخه لرې کړل شوی ؤ چې دمرکزي وزیر ښاغلي اعظم سواتي لخوا ورته وهل شوي زنګ ته یې ځواب نه ؤ ویلی.

نن(دوشنبه) دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار دیوې دوسیې اوریدلو په مهال داسلام اباد یوازې د یو ټیلي فون نه اوریدلو پسر د اسلام اباد دپولیسو دمشر دبدلولو په سخته نوټس واخستو اؤ وئ ویل هغه به په پولیسو کې سیاسي مداخله کله هم ونه مني.

د سترې محکمې مشر قاضي وویل” زه خبر شوی یم چې دیو وزیر په سفارش ه داسلام اباد دپولیسو مشر بدل کړل شوی خو مونږ به ادارې کمروزي کیدو ته ورنکړو”

هغه وویل دکورنیو چارو سکتر اؤ اټارني جنرل دې محکمې ته ووایي چې داسلام اباد ایي جي په کوم لامل بدل کړل شوی؟

مشر قاضي دا هم وویل چې ورته معلومه شوې ده چې د کوم وزیر د زوئ څه ستونزه وه اؤ په هغې دپولیسو مشر دخپل منصب څخه لرې کړل شوی دی.

بل لوري ته مرکزي وزیر ښاغلي اعظم سواتي مطبوعاتو سره په خبرو کې منلې ده چې هغه ایي جي ته زنګونه وهلي وؤ خو جواب یې نه ورکولو ځکه دخپل منصب نه اخوا کړل شوی.

اعظم سواتي ویلي چې د هغه دفارم هاوس ترڅنګ د ګاونډیانو څاروؤ دهغه دفارم هاؤس دمیوؤ بوټو ته زیان رسولی ؤ اؤ پولیسو دغو خلکو ته څه نه ویل.

داعظم سواتي په وینا د هیواد داخله سکتر هم دپولیسو مشر ته زنګونه وهلي وؤ ،د کورنیو چارو دمملکت وزیر ته هم دغه معامله په پام کې راوستل شوې وه خو دپولیسو مشر هیڅ اقدام نه کولو نو ځکه حکومت دهغه په ضد اقدام وکړو.

په پاکستان کې مطبوعات دا هم وایي چې د اعظم سواتي د زوئ په وینا اوس د اسلام اباد پولیسو څلور کسان نیولي چې یوه پکې پېغله جینۍ اؤ یو ماشوم هم شامل دی خو مرکزي وزیر وایي چې پولیسو ماشوم نه دی نیولی.

تر دې وړاندې روانه میاشت کې دپاکستان مرکزي حکومت دپنجاب صوبې دپولیسو مشر طاهر خان هم دیو حکومتي چارواکي دامر نه منلو له امله په داسې حال کې بدل کړی ؤ چې په دغه چوکۍ دهغه یوازې یوه میاشت اؤ دوه ورځې شوې وې.

همدغه راز دپنجاب دپاکپتن د ضلعي پولیسو مشر ریاض ګوندل له دې امله بدل کړل شوی ؤ چې ولې یې دوزیراعظم عمران خان د میرمنې پخواني خاوند ته په یوه ناکه د ودریدلو ویلي وؤ.

په دغه پېښه هم د سترې محکمې مشر قاضي دخپله انده نوټس اخستی ؤ خو وروسته دپنجاب وزیراعلی د محکمې نه بخښنه وغوښته اؤ محکمې دغه دوسیه پرته له کوم اقدامه ختمه کړه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG