لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف:که حکومت کې همت وي د"این ار او" غوښتونکو نومونه دې واخلي


په پاکستان کې دغبن دتورونو سره مخ پخواني وزیراعظم ښاغلي نوازشریف دحکومت دا دعوې رد کړي چې ګنې په کومو سیاسي مشرانو دغبن مقدمې سورې دي هغوئ دځان ژغورنې په موخه حکومت سره د سازباز کولو دپاره تماسونه نیسي.

نوارشریف ویلي دهغه دګوند هیڅ یو غړي د جوړجاړي(این ار او)دپاره حکومت سره تماس نه دی نیولی اؤ که په چا کې همت وي نو دهغه تن نوم دې په ډاګه واخلي چې دغسې یې کړي دي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري تیره ورځ دعوه کړې وه چې دغبن دوسیو کې راګیر داپوزیشن ګڼ مشران حکومت سره د جوړجاړي دپاره تماسونه نیسي.

په پاکستان کې دنوي حکومت جوړیدو راپدیخوا قامي اسمبلۍ کې دمخالو ډلو دمشر میا شهباز شریف په ګډون یو شمیر سیاسي مشران اؤ دهغوي مهم پلویان یا خو دغبن په تورونو نیول شوي اؤ یا هم دغبن په دوسیو کې محکمو ته مخ شوي دي.

پخوانی وزیر اعظم ښاغلی نوازشریف چې دا مهال د غبن مقدمه کې د لس کاله بند دسزا نه په ضمانت خوشې دی وایي چې حکومت انتقامي ګامونو ته لاس اچولی اؤ دمسلم لیګ ډلې مشر اؤ دهغه کشر رور شهباز شریف هم بې ګناه،بې خطا نیول شوی دی.

د دوشنبې په ورځ احتساب محکمې ته د وړاندې کیدلو په مهال رسنیو سره خبرو کې میا نوازشریف وویل شهباز شریف باندې د یوې روپۍ د وهنې تور نشته،هغه د پاکو اوبو یوه پروژه کې د پلټنو دپاره نیب رابللی ؤ خو چې دغه دوسیه کې نیب ته څه په ګوتو ورنغلل نو بیا یې هغه د استوګنې پروژه کې ونیولو.

هغه وویل” اوس داشیانه استوګنې پروژه کې هم نیب څه نه شي ثابتولی نو وایي چې دشهباز شریف امدن اؤ وسیلې خپلو کې سمون نه خوري ، دا څه خندا روانه؟ دا هرڅه ډیر خواشینونکي دي، مونږ پاکستان په کومه بوتلل غواړو؟”

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري خپل زیاتره مخالفین په غبن کې ککړ بولي اؤ وایي تر ۵۰ؤ سیاسي مشران به زندانونو ته اچول کیږي.

حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه تور لګوي چې حکومت داحتساب محکمې یا نیب سره په ساز باز دخپلو سیاسي مخالفینو په ضد انتقامي ګامونه اخلي خو حکومت دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې هغه خلک نیول کیږي چې دهیواد پیسې یې وهلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG