لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مینه زوروره ده:دجاپان شهزادګۍ دمینې له خاطره بادشاهت ته لغته ورکړه


دجاپان دشاهي کورنۍ یوې بلې ۲۷ کلنې شهزادګۍ هم دمینې له خاطره بادشاهت ته لغته ورکړه اؤ د یو عام سړي سره دمینې واده وکړو.

شهزادګۍ ایاکو د جاپان دبادشاه اکیتو د تره د زوئ لور ده اؤ هغې سږکال دجولایي میاشت کې اعلان کړی ؤ چې په یو عام سړي مئینه شوې ده اؤ هغه سره یې واده کیدونکی دی.

دجاپان دشاهي کورنۍ د روایاتو له مخې ددغه کورنۍ هیڅ یو غړی د کوم عام فرد سره واده نه شي کولی اؤ که داسې کوي نو هغه ته به د بادشاهت دعیش وعشرت یا مراعاتو نه لاس اخستل وي خو ددې باوجود هم دشاهي کورنۍ دا دریمه شهزادګۍ ده چې دعامو سړو سره یې ودونه وشول.

دجاپان ټوډی نومې ورڅپاڼې له مخې د۲۷ کلنۍ شهزادګۍ ایاکو واده د ۳۲ کلن سړي کايي موریو سره دټوکپو په میجي شرائن ښار کې شوی. دغه سړی د سمندري جهازونو په یوه کمپنۍ کې نوکري کوي.

پروسکال هم دجاپان د شاهي کورنۍ یو شهزادګۍ دیو عام هلک سره د خوښې واده کړی ؤ اؤ دوه کاله وړاندې دجاپان د شهنشاه اکیتو ۲۵کلنې نمسۍ ماکو هم د بادشاهۍ نه په تیریدلو یو عام سړی دخپل ژوند ملګری جوړ کړی ؤ.

دجاپان رسنۍ وایي چې د شاهي کورنۍ یوه بله شهزادګۍ هم په راتلونکو دوؤ کالو کې یو عام سړي ته ودیدونکې ده.

اوس اوس واده شوې شهزادګۍ ایاکو دجاپان د جوسائي نړیوال پوهنتون څخه په ټولنیز سائنس کې دماسټر ډګري ترلاسه کړې اؤ هغې په مختلفو شاهي رتبو ذمه وارۍ هم ترسره کړي دي.

له واده وروسته اوس دغه شهزادګۍ نوره د خپل خاندان برخه نه ده پاتې شوې خو شاهي کورنۍ به هغې ته ۱۰ کروړه ډالر د ښه ژوند تیرولو دپاره ورکوي.

باید وویل شي چې دجاپان شاهي کورنۍ دنړۍ تر ټولو زړو شاهي کورنیو کې شمیرل کیږي اؤ بیلا بیل راپورونه وایي چې اوس په دغه کورنۍ کې یوازې ۱۷ کسان پاتې شوي دي چې هغې کې زیاتره جینکۍ دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG