لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د پخوانیو قبایلي ضلعو لپاره لنډمهالی قانون بیرته ختم کړ


واشنګټن ـــ د پېښور هایکورټ په پخوانۍ قبایلي سیمه کې د لنډمهالې حکومتدارۍ قانون بیرته ختم کړی او د دې قانون ځینې برخې یې د پاکستان د آیین خلاف ګڼلې دي، ځکه چې وایي په دې کې حکومتي چارواکو ته د هغوی تر استعداد زیات واک ورکړل شوی دی.

هایکورټ ته د دې قانون په ضد درخواست د دره آدم خېل اوسېدونکي وکیل علي عظیم اپریدي ورکړی وو. هغه له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دا قانون یې ځکه چېلنج کړ چې د قبایلي سیمو ضلعي انتظامیو ته عدالتي واک ورکړل شوی وو او د ده په وینا دا نه په نړیواله توګه، نه د پاکستان د آیین او نه د اسلام په بنیاد څه جواز لري:

"په دې قانون کې یو ډي سي یا اې سي ته دا اختیار دی چې په یوه مقدمه کې هغه مدعي هم دی، پلټنه هم هغه کوي، قاضي هم هغه دی او بیا فیصله هم هغه عملي کوي، یو کس ته یې څلور اختیارات ورکړل دي چې د منلو وړ نه دي".

د روان کال د مې میاشتې په وروستيو کې د مرکزي پارليمان او پښتونخوا له اسمبلۍ د ۲۵م اييني بدلون تر منظورېدو وروسته فاټا د پښتونخوا برخه وګرځول شوه او د ایف سي آر قانون پر ځای هلته د لنډمهالې حکومتدارۍ قانون (فاټا انټریم ګورننس ريګولېشن) پر ځای کړل شو.

د سرکاري وکیل له خوا د کوم قانوني جواز تر نه وړاندې کېدو وروسته پېښور هایکورټ عدالت دغه قانون په سمدستي توګه منسوخ کړی او د پښتونخوا صوبایي او مرکزي حکومت ته یې امر کړی چې په یوه میاشت کې دننه دې عادي عدالتونه پخوانیو قبایلي سیمو ته و غزوي.

د پښتونخوا صوبایي حکومت وایي دوی پخوانیو قبایلي سیمو ته د عدالتي نظام تر څنګ د پولیسو او نورو ادارو د ور غزولو کار هم پیل کړی دی او دغه سیمې اوس په قانوني توګه د دې صوبې برخې دي.

د پښتونخوا د قانون وزیر سلطان محمد خان وي. او. اې ډیوه ته وویل، چې د پېښور هایکورټ له نننۍ پرېکړې خبر نه دی، خو وایي تر ۲۵م اییني بدلون وروسته د پخوانیو قبایلي ضلعو او د پښتونخوا د نورو ضلعو تر منځ قانوني توپیر پاتې نه دی. د قانون وزیر وایي حکومت یې په نیژدې ورځو کې د قبایلي ضلعو لپاره یو نوی قانون جوړوي:

"موږ یو داسې قانون جوړوو چې عدالتي واک به له ډي سي سره نه وي، خو لږ ډېر بدون به له روایتي جرګې سره سم پکې ضرور وي او دا هر څه به د عدلیې د یوه افسر تر څارنې لاندې کېږي".

د لنډمالې حکومتدارۍ د قانون (ایف آی جي آر) له مخې د پخوانیو قبایلي ضلعو پولیټیکل ایجنټانو ته د مرستیال کمیشنرانو درجه ورکړل شوې وه او اسسټنټ کمیشنرانو ته د مجسټرېټ واک ورکړل شوی وو او د دغو ضلعو اوسېدونکو ته اجازه نه وه چې په سېول عدالتونو کې کوم عمل چېلنج کړي خو د پېښور هایکورټ تر پرېکړې وروسته دغه قانون نور د عمل وړ نه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG