لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دایراني پوله ساتونکو په تښتؤنه خبرو دپاره دایران خارجه وزیر اسلام اباد ته رسیدلی


دخپلو سرحدي پولیسو دتښتول کیدو په معامله اؤ سیمه ییز وضعیت پاکستاني چارواکو سره دخبرو اترو کولو دپاره دایران دبهرنیو چارو وزیر ښاغلی جواد طریف د چهارشنبې په ورځ په ناساپي سفر اسلام اباد ته رسیدلی دی.

سفارتي سرچینې وایي پخپل دې سفر کې به دایران دبهرنیو چارو وزیر دخپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره لیدنه کوي اؤ احتمال ښودل شوی چې وزیراعظم عمران خان اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره به هم وویني.

پاکستان ته دایران خارجه وزیر جواد ظریف خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې دوه اوونۍ وړاندې دبلوچستان ایالت سره پیوست دایران پولې څخه ۱۳ سرحدي پولیس اؤ استخباراتي مامورین وتښتول شول اؤ دجیش العدل په نوم وسله وال تنظیم دهغوئ د تښتولو ذمه واري قبوله کړه.

ایراني چارواکي دعوه کوي چې وسله والو دایران سرحد ساتونکي له تښتولو وروسته دپاکستان سیمې ته اړولي دي.

ددغه پېښې څخه سمدستي وروسته د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره ټیلي فوني اړیکه نیولې وه اؤ هغه نه یې دخپلو تښتول شوؤ مامورینو په راخلاصولو کې د مرستې اؤ دټښتوونکو دنیولو غوښتنه کړې وه.

سرچنیې وایي پخپل اوسني سفر کې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني چارواکو سره دنورو مهمو سیمو ییزو چارو ترڅنګ دایران دسرحد ساتونکو دتښتونې معامله هم راپورته کړي.

پاکستاني چارواکو له وړاندې ویلي چې هغوئ دتښتول شوؤ ایراني سرحد ساتونکو د خلاصون دپاره چټک ګامونه اخلي.

XS
SM
MD
LG