لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:په پلچرخي زندان ځانمرګي برید شوی،اووه کسان وژل شوي،۱۴ژوبل


دکابل امنیتي چارواکي وای د پلچرخي په زندان دچهارشنبې په سحر یو ځانمرګي برید شوی چې په کې اووه کسان وژل شوي اؤ ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وایي وژل شوؤ کې درې پولیس اؤ ژوبلو کې درې ماشومان هم شامل دي.

رسنیو سره خبرو کې ښاغلي دانش ویلي ځانمرګی تن چې پیاده روان ؤ شاوخوا اته نیمې بجې یې د پلچرخي زندان ته څیرمه خپل ځان الوځولی دی.

هغه ویلي په ظاهره داسې ښکاري چې ځانمرګي غوښتل د دولتي مامورینو د سورلیو موټر په نخښه کړي خو نه یې ده څرګنده کړې چې په موټر کې دکومې ادارې مامورین ناست وؤ.

هغه ویلي په ژوبلو کې هم دځېنو حالت مرګونی ښودل کیږي چې له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ده.

تر اوسه ددې بریت پړه کومې تندره ډلې پغاړه نه ده اخستې .

پلچرخي دافغانستان تر ټولو ستر زندان ګڼل کیږي چې چې شاوخوا ۱۰ زره بندیان پکې ساتل کیږي اؤ ویل کیږي په دغو بندیانو کې زیات شمیر دطالبانو،القاعده اؤ داعش مشران اؤ غړي هم شامل دي.

روانه میاشت کې په کابل کې دا دوهم ځانمرګي برید دی چې خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې وړاندې دکابل ختیز کې د ټاکنو دکمیسیون په یو موټر ځانمرګي یرید کې یو تن وژل شوی اؤ اته نور ژوبل شوي وؤ.

په افغانستان کې دځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو دا لړۍ په داسې حال کې دوامداره ده چې افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ په نزدې ورځو کې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې نیغ په نېغه د طالب مشرانو سره هم د سولې په اړوند خبرې اترې کړې وې.

په افغانستان کې د زیاترو بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو پړه عموماً طالبان پغاړه اخلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG