روس ويلي د افغانستان صدر اشرف غني به په ماسکو کې د سولې خبرو ته د مشرانو سیاستوالو يو پلاوی وليږي.
خو د افغان دولت لخوا په رسمي ډول کوم بيان مخې ته نه دی راغلی چې د روس په غونډه کې به ګډون کوي.
د روس د بهرنيو چارو وزارت د خالي، شنبې په ورځ ويلي د سولې خبرې د روانې میاشتې په نهمه (نهم نومبر) ټاکل شوي چې پکې به د طالبانو پلاوی هم ګډون کوي.
د روسي وزارت ترمخه دا به لومړی ځل وي چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر کوم پلاوی د لوړې کچې په نړیواله غونډه کې ګډون کوي.
ويل شوي په غونډه کې د ګډون دپاره امريکا، چين، پاکستان، هند او ايران ته هم بلنه ورکړی شوې ده. خو دا لا نه ده مالومه چې کوم هېوادونه په غونډه کې ګډون کوي.
روس دغه ډول ګام په اګست کې پورته کړی او په خپل کوربه توب کې يې د غونډې کولو او ۱۲ هېوادونو ته يې بلنه ورکړې وه، خو افغان ولسمشر اشرف غني د روس بلنه رد کړې او ويلي يې ؤ د طالبانو سره خبرې به د افغان حکومت د لاندې کیږي.
امريکا هم د افغان دولت د انکار وروستو د روس په غونډه کې د ګډون نه انکار کړی ؤ.